BBC
 شاته

اوباما: 'اسلامي دولت' کمزوری شوی، خو لاهم ګواښ دی

 بارک اوباما Image copyright AP
Image caption بارک اوباما پنتاګون (دفاع وزارت) کې خبریالانو ته د داعش پرضد عملیاتو په اړه معلومات ورکول

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، د ''اسلامي دولت'' وسله والې ډلې پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په پرمختګ خوښ دی، خو نوموړي ویلي، چې په عراق او سوریه کې د دغې ډلې له لاسه د سیمو وتل د دې لامل شوي، چې په نورو هېوادونو کې خپل بریدونه زیات کړي.

د ولسمشر اوباما په وینا، دا ډله به د جګړې په ډګر کې د وخت په تېرېدو ارومرو په بشپړه توګه ماتې خوري.

خو نوموړي ټینګار کړی، که امریکايي مشران ناسمې پرېکړې وکړي، ځان به پخپله مات کړي:

''داسې ښکاري چې عراق او سوریه کې د داعش د نفوذ کمېدل د دې لامل شوی چې داسې تکتیکونو ته مخه کړي چې موږ پخوا هم لیدلي ول. لا ډېر ټینګار یې پر لویو ترهګریزو بریدونو دی چې د امریکا په متحده ایالتونو کې یې هم وکړي.

د تل په څېر زموږ کارکوونکي په پوځ، ډیپلوماتیکو، استخباراتو او د قانون د پلي کولو په دستګاوو کې شپه او ورځ له نورو هېوادونو او دلته په کور دننه له ټولنو سره کار کوي او معلومات شریکوي چې د داسې بریدونو مخه ونیسي، په تېرو کلونو د ډېرو مخه یې نیولې ده.

خو لکه څنګه چې موږ لیدلي هم دي، د هغو کسانو موندل چې په خپل سر عمل کوي او یا هم د وړو ترهګرو ډلو برخې دي ګرانه ده. دوی هوډ کړی چې بېګناه خلک به وژني او خوښ دي چې مړه شي. همدا لامل دی چې موږ د داعش د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته په ټولو جبهو کې په شدت ادامه ورکوو.''

ولسمشر اوباما دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ''اسلامي دولت'' نومې ډلې عراق او سوریه کې په تېر یوه کال کې خونړي بریدونه کړي دي.

Image caption د اروپا ځواکمن هېوادونه لیبیا کې د 'اسلامي دولت' ډلې پرمختګ اندېښمن کړي

دغې ډلې په تېرو څو میاشتو کې فرانسه، جرمني، بنګله دېش او عراق کې هم بریدونه کړي دي.

امریکا په وروستیو میاشتو کې د داعش ډلې پروړاندې هوايي بریدونه ډېر کړي، چې څو ورځې وړاندې امریکايي الوتکو لیبیا کې د داعش ځینې مرکزونه په نښه کړي دي.