BBC
 شاته

د افغان کډوالو شړل ''خبره دښمنۍ'' ته وړي

د پاکستان نیشنل عوامي ګوند د مشرتابه او د دغه هېواد د مشرانو جرګې پخوانی غړی زاهد خان وايي که په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دغه هېواده وشړل شي، نه یوازې د افغانستان او پاکستان بلکې د نوموړي په خبره د ټولې سیمې په پرمختګ به ناوړه اغیز وکړي.

Image caption افغان چارواکي وايي تېره یوه اونۍ کې ۳۰ زره کډوال هېواد ته ستانه شوي دي

زاهد خان له بي بي سي پښتو سره ځانګړې مرکه کې وویل "هېڅوک نه غواړي خپل کور کلي په خوښه پرېږدي. افغانان دلته له مجبوریته راغلي. که پاکستان غواړي چې افغانستان سره تل دوستانه اړیکي ولري، نو پکار ده چې په خپله خوښه د کډوالو ستنېدو ته زمینه برابره کړي".

بل لور ته د افغان چارواکو په وینا یوازې تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه ۳۰ زره کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې په دوی کې ډېری یې وايي د پاکستاني پولیسو نیولو او ځورولو له کبله اړ شوي، هېواد ته را ستانه شي.

Image copyright AP
Image caption پاکستاني امنیتي چارواکي وايي دوی یوازې هغه کسان نیسي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري

زاهد خان د افغانانو په اړه وویل “زموږ مذهب، وینه ، ژبه او کلتور شریک دي او که دغه خلک په زوره وشړل شي، دا به راتلونکي کې نه یوازې د پاکستان او افغانستان بلکې د سیمې پر خوشحالي او پرمختګ ناوړه اغیزې ولري، ځکه دې سره به خبره د دښمنۍ پر لور لاړه شي.”

دا وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د امنيتي سرتېرو لخوا د لاوډسپيکرو له لارې غير ثبت شویو افغان کډوالو ته له سيمو نه د وتلو اعلانونه شوي وو.

تېره اونۍ افغانستان ته ستنو شویو یو شمېر کډوالو بي بي سي ته وویل، چې پاکستاني پولیسو په یوه او بله پلمه ثبت شوي او غیر ثبت شوي کډوال نیول او ځورول یې، چې له کبله یې دوی اړ شو هغه هېواد پرېږدي.

Image copyright
Image caption تېره اونۍ افغانستان ته ستنو شویو یو شمېر کډوالو بي بي سي ته وویل، چې پاکستاني پولیسو په یوه او بله پلمه ثبت شوي او غیر ثبت شوي کډوال نیول او ځورول یې

خو د خیبر پښتونخوا په مرکزې ښار پېښور کې د پوليسو یوه چارواکي ملک حسين بنګش بي بي سي ته وويل، له چا سره چې قانوني اسناد نه وي دوی یوازې هغه کسان نيسي. هغه زیاته کړه، يوازې افغانان نه که د نورو هيوادونو وګړي هم قانوني اسناد ونه لري نو دوی يې نيسي.

پاکستان کې دا مهال نژدې درې میليونه افغان کډوال ژوند کوي چې نيمايي یې ثبت شوي نه دي.

د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو په اړه پاليسۍ کې له بدلون وروسته په تېرو څو مېاشتو کې زرګونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده چې د جون په ۳۰ مه پايته ورسېده، اوس پاکستان حکومت دغه موده د دسمبر تر ۳۱ مې غځولې.

د پاکستان حکومت لخوا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مودې غځولو نوې تګ لارې افغان کډوال له يو ډول بې باورۍ او ذهني فشار سره مخامخ کړي دي.