شاته

ناټو ختیځه اروپا کې نوي ځواکونه ځای پر ځای کوي

د ناټو تړون پرون جمعه پرېکړه وکړه چې څلور پوځي لواوې په پولنډ او د بالتیک سمندرګي په درېیو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي.

د دې تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، دا اقدام په ختیځه اروپا کې د روسیې هڅو ته مناسب ځواب دی.

ناټو خپل لږترلږه ۴۰۰۰ زره عسکر دروسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره په پولنډ، لاتویا، لیتوانیا او استونیا کې ځای پرځای کوي.

د دې قواوو مشري به کاناډا، امریکا، جرمني او بریتانیه کوي.

دا د سړې جګړې ترختم وروسته اول وار دی چې ناټو دومره زیات شمېر پوځيان ختیځې اروپا ته استوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په وارسا کې د دې تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو غونډې ته په اشاره وویل، دوی په تر ټولو بې ثبات وخت کې سره یوځای شوي دي.

ینس سټولټنبرګ وویل:

"موږ به د خپلې پیاوړتیا او دفاعي قابلیت د لوړولو لپاره مهمې پرېکړې وکړو چې له هرې خوا د حملو له امکانه مصون شوو، موږ په پولنډ، لاتویا، لیتوانیا او استونیا کې د خپل حضور د پراختیا موافقه وکړه او په خپلو جنوب ختیځو پولو کې به هم ورته کار وکړو، موږ به د انټرنټي یا سایبر حملو او د بالستیک مزاییلو پر ضد د د فاعي سیسټم د ښه کولو لپاره هم ګامونه پورته کړو."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون وویل، د ناټو د پلان پراساس، به په ختیځه اروپا کې د روسیې د خصمانه کړنلارو د نفوذ د مخنیوي لپاره به خپل ۱۰۰۰ عسکر پولنډ ته واستوي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر اوباما په حواله لیکلي:

"امریکا به د زرو عسکرو یوه لوا د دوره یې خدمت لپاره په پولنډ کې ځای پرځای کړي چې له پولنډي عسکرو سره اوږه په اوږه خدمت وکړي."

ولسمشر اوباما زیاته کړې چې په پولنډ کې به د امریکا دزغره والو ځواکونو یو مرکز هم جوړشي او ټینګار یې وکړ چې ناټو به یادو هېواد ته خپل پرمختللي پوځی امکانات واستوي.

د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادونو مشران به په پولنډ او د بالتیک په سیمه کې د امریکايي او اروپايي ځواکونو د څلورو پوځي مرکزونو د جوړولو پلان اعلان کړي.

دې سیمو ته د عسکرو د استولو بهیر به د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې پیل شي.

دا عسکر به په پولنډ، لاتویا، لیتوانیا او استونیا کې دوره یې خدمت کوي.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپو وزمه له اوکرایینه جلا اوله ځان سره یوځای کړه.

په اوکرایین کې د روسیې دې حرکت د پخواني شوروي په غړیو هېوادونو کې اندېښنه پیدا کړې چې مسکو ښايي په دې سیمه کې ورته کار ته ادامه ورکړي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما په یوه مقاله کې چې فایننشل ټایمز خپره کړه، لیکلي چې په اوکرایین کې د روسیې حرکتونو د ازادې، متحدې او سوله ییزې اروپا فکر ته ګواښ پېښ کړی دی.

خو د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ او د یو شمېر نورو غړیو هېوادونو مشرانو څرګنده کړې چې دا تړون د اروپا د امنیت لپاره له روسیې سره د رغونکو او رېښتنو مذاکرو پلوي کوي.

ینس سټولټنبرګ ویلي، اروپا جګړه نه غواړي، سوړجنګ د تاریخ یوه برخه ده او همداسې باید پاتې شي.

ټاکل شوې چې د ناټو او روسیې ګډه شورا هم راتلونکې اوونۍ غونډه وکړي.