شاته

زردشت شمس:د هرات پیښه به هېواد ته د سیلانیانو په راتگ اغیزه ونکړي

په هرات ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو د سپرلۍ پر موټر باندې په وسله وال برید کې لږ تر لږه شپږ سیلانیان ټپي شوي دي.د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد د امریکا غږ ته وویل چې په پیښه کې شپږ سیلانیان او د هغوی یو افغان موټر چلونکی ټپیان شوي دي.ښاغلی جیلاني وایي چې د موټرو په دغه کاروان کې اته برتانیویان، درې امریکایان او یو جرمن سپاره وو، چې د چشت ولسوالۍ په شاوخوا کې ناپیژاندو کسانو پرې برید کړی دی. خو هغه د ټپي شویو کسانو د هویت په اړه چې د کوم هیواد دي څه ونه ویل.

طالبانو ددې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی دی او ددې ډلې یو ویاند ویلي دي چې دوی اته برتانیویان، درې امریکایان یو جرمن او اوه افغان سرتیري وژلي دي.

بلخوا د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د گرځندوۍ او اداري چارو معین ښاغلي زردشت شمس ویلي دي چې د هرات پیښه یوه غمژنه پیښه ده خو دی خارجي سیلانیانو ته ډاډ ورکوي که چرې دوي د افغانستان د بهرنیو چارو او گرځندوۍ د مقرراتو او لارښونو سره سم سیاحتي سفرونه وکړي نو داسې ناخوښې پیښه به نه رامنځته کیږي.

ښاغلي شمس وویل چې دغو بهرنیانو د گرځندوۍ پورې مربوط ځیني اصول نه وو مراعات کړي، اړونده ادارې ېې هم جریان کې نه وې ساتلې ،نو ځکه د مشکل سره مخ شول. خو د خوښۍ ځای دا دی چې یو تن ته هم کوم ستر ضرر نه دی رسیدلی.

هغه وايي چې دا وخت یو شمیر بهرني سیلانیان د افغانستان د مختلفو برخو په سیاحت بوخت دي او د دولت لخوا ورته د امنیت پوره ډاډ ورکړل شوی او نوو راتلونکو ته هم د پوره امنیت ډاډ ورکوي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.