BBC
 شاته

لوګر کې چورلکه غورځېدلې چې 'د پاکستان بیرغ' پرې کښل شوی

د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ د مټې په سیمه کې نن ( جولای ۴ مه ) لس بجې يوه چورلکه رالويدلې.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وويل چې چورلکې له لويدو وروسته اور اخيستی دی.ښاغلی صالح وايي په چورلکه کې شپږ کسان وو چې په اردو ژبه خبرې کوي او اوس د سیمې له خلکو سره دي. د والي وياند وايي د دوي د معلوماتو پر بنسټ چې دغه چورلکه سپین رنګ لري او د پاکستان بیرغ پرې کښل شوی دی. تر اوسه پورې لا د چورلکې د لويدو لامل نه دی معلوم. دغه سیمه ليرې پرته غرنۍ سیمه ده.نور جزیات لږ وروسته...