شاته

جګړې د هغو سوریایانو شمېر زیات کړی چې خپل هېواد یې پریښی

د سوریې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې له امله د هغو سوریایانو شمېر چې خپل هېواد یې پرېښي دي له پنځو میلیونو اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ "یو.ان.اچ.سي.ار" دا شمېرې یوکال وروسته له هغه نن د مارچ په ۳۰مې اعلان کړې چې نړیوالې ټولنې د پنځه لکه سوریايي کډوالو د بیا میشت کولو او ورته د اسانتیا د برابرولو په خاطر اقدامات پیل کړل.

(یو.ان.اچ.سي.ار) ویلي د ۲۰۱۷ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دوه نیم لکه سوریایانو خپل نومونه د کډوالو په توګه ثبت کړي پرته له دې چې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

ترکیه د تر ټولو ډېرو سوریايي کډوالو یعنې نږدې درې میلیونه کسانو کوربه دی.

په دغو پنځو میلیونو کسانو سربېره چې سوریه یې پرېښې ده شاوخوا شپږ میلیون نور خلک په خپله سوریه کې له یوې نه بلې سیمې ته کډه شوې دي.