BBC
 شاته

غټ مار اندونیزیایی سړی څرنګه وخوړ؟

د انځور حقوق AFP
Image caption اندونیزیا د نړۍ د ځینو لویو مارانو کور ګڼل کېږي - دا یو ۱۴،۸۴ متره اوږد (۴۴۷ کیلوګرامه) لوی مار دی چې د سوماترا ځنګل کې نیول شوی و

اندونیزیايي پولیس وايي، په دې هېواد کې یوه لوی مار یو بزګر خوړلی او سړی یې د مار خېټې له څیرلو وروسته رایستلی دی.

ښکاري چې دغه لوی مار پر ۲۵ کلن بزګر برید کړی او هغه یې په لوېدیځ سولاویسي کې خپل کلي ته څېرمه د خورما کرونده کې تر ستوني تېر کړی دی.

خو دغې نامعمول پېښې ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.

دا څرنګه کېدای شي؟

په دې اندازه مار - چې د رپوټونو له مخې ۷ متره (۲۳ فوټه) اوږد و - ډېر پیاوړی مار ګڼل کېږي. خلک پرې راټول شول او هغه یې زندۍ او بالاخره وواژه.

ورک شوی اندونیزیایی د مار خېټه کې وموندل شو

د سړي خوړل بیا بله کیسه ده.

لوی ماران خواړه نه ژويي، یوازې یې له ستوني تېروي، خو ژامې یې له عضلو سره ډېرې نښتې دي، نو ډېر لوی ښکار تېرولای شي.

په سنګاپور کې د وحشي ژوو ساتنې او څېړنې مشره ماري روټ لو بي بي سي ته وویل: "د انسان اوږې د مار لپاره یو ډول محدودیت دی؛ ځکه چې د تاوېدو وړ نه دي".

کله چې په نړۍ کې لوی ماران ځان کولچه کړي، په تېر کې یې ډېر کم وخت پر انسانانو بریدونه کړي، کارپوهان له ډېر وخت راهیسې پوښتي چې ایا دوی یو بالغ انسان څرنګه تېروي.

Image caption ماشومان د لوی نیول شوي مار ترڅنګ

د لویو حیواناتو په اړه څنګه کوي؟

اغلې ماري لو وايي "لوی ماران ډېر کله د تي لرونکو حیواناتو قرباني ګرځي. "ځینې وخت لټکې خوري.

دا وايي، معمولاً یې خوراک صحرايي موږکان او نور کوچني حیوانات وي، "خو کله چې محدودې اندازې ته ورسېږي، نو ډېر کله پر صحرايي موږکانو بسنه نه کوي ځکه چې کالوري یې سر نه ورسره خوري."

د انځور حقوق WEST SULAWESI POLICE
Image caption په وېډیو کې د مار خیټه په یوه اوږده چړه پرانیستل کېږي

"په اصل کې دوی تر هغو پورې پر خپل ښکار پسې وي چې هغه یې نیولی نه وي. "

د دوی لپاره د ښکار عوښنه برخه ان خنځیر یا غواګانې هم دي.

ځینې وخت د خوړو په اندازه کې تېروځي. په ۲۰۰۵ کال، د برما یوه لوی مار د ټول تمساح ګړوت کولو (تېرولو) هڅه وکړه - دواړه لاس سره ونښتل او تر یوې اندازې غوبل وروسته په پای کې دواړه مړه شول، مړي یې وروسته د فلوریډا ساتونکو له خوا وموندل شول.

خو دغه له فرصته ګټې اخیستونکي ښکاریان ډېر کله نه راضي کېږي. که مناسب ښکار ونه مومي، ان د ډېرو کمو خوړو لپاره ډېر اوږده مزلونه وهي ترڅو لږ لوی ښکار پیدا کړي.

خو معمولاً انسانان د دوی د خوړو په لست کې شامل نه دي.

په مساپر وړونکې الوتکه کې مار

په ۲۰۰۲ کال، په سوېلي افریقا کې یوه لوی مار یو ۱۰ کلن ماشوم ګړوت کړی و، خو له هغه وروسته د بالغ سړي د خوړلو کومه پېښه نه ده راپور شوې، مګر سږ کال اندونیزیا کې رامنځ ته شوه.

نو دا لومړی ځل دی؟

ښايي وي، خو بیا هم باید ډېر ثبوتونه راوړل شي.

دا د سړي خواره لوی مار د پېښې په اړه لومړی رپوټ نه دی، خو مخکې په لیرو سیمو کې ځینې ورته رپوټونه ورکړل شوي، هغه هم د ناباوري عیني شاهدانو له خولو.

په ساده ډول ویلای شو دا به لومړی ځل وي.

انسان پېژندونکی توماس هیډلانډ چې په 'اګټا ' - فیلیپین کې د ښکاریانو له راټولې شوې ډلې - سره یې ډېر وخت تېر کړی، ادعا کوي یو وخت نه یو وخت هلته د لویو مارانو له خوا د دوی د قبیلې پر نارینه وو بریدونه شوي.

د انځور حقوق WEST SULAWESI POLICE

دده څېړنې ښيي، که څه هم تقریباً دوی ټول په چړو او جارحه وسایلو سمبال دي، د 'اګټا ' هغه بالغ کسان چې له فزیکي اړخه کوچني دي، ډېر کم خوړل شوي.

خو په اوسنۍ معاصره نړۍ کې دا ډول بریدونه ډېر کم دي او معمولاً یوازې هغه مهال رامنځ ته کېدای شي چې مار د ځان د دفاع په خاطر غبرګون وښيي.

د اندونیزیا براویجایا پوهنتون د مارانو کارپوه نیا کورنیاوان بي بي سي ته وویل، ماران له لړزې، غورېږ او د ګروپونو له حرارت سره حساسیت لري، نو دوی معمولاً د انسانانو له استوګنځیو ځان لیرې ساتي.

خو دی وايي، مارانو ته د ښکار ځمکې په یاد دي.

د مارانو وژونکی مار د ناروغیو درمل

ښايي دا به د قرباني شوي سړي بدبختانه طالع وي چې پخپله کرونده کې دښمن څو (کمین) ورته نیولی و.

شبکه يي مار

  • په نړۍ کې تر ټولو اوږد مار
  • اوږدوالی یې ان ۱۰ مترو (۳۲ فوټو) ته رسېدای شي
  • د 'ګیني ' د نړیوالو ریکارډونو پربنسټ، تر ټولو اوږد یې په ۲۰۱۱ کال د امریکا کنکاس ښار کې بندي شو، چې اندازه یې ۷٫۶ متره (۲۵ فوټه) ده
  • په ځنګلونو کې اوسېږي، تر ډېره له انسانانو وېرېږي او کم لیدل کېږي
  • په اندونیزیا کې چې کله ونیول شي، معمولاً د سپېڅلي حیوان معامله ورسره کېږي
  • په لویه افریقا، استرالیا، نیپال، هند، سريلنکا، برما، چین او جنوب ختیځه اسیا کې د لسګونه ډوله لویو مارانو یوه بېلګه ده