BBC
 شاته

قبایلي سیمو کې د سوپر لیګ اتلولۍ پيلېږي

Image caption جاوېد اپریدی د پېښور زلمي لوبډلې مالک دی، چې روان کال يې د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ اتلولۍ پایلوبه په خپل نامه کړې.

د پاکستان سوپر لیګ اتلولیو ګټونکې لوبډله پېښور زلمي وايي، له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په قبایلي سیمو کې به د 'فاټا سوپر لیګ ' په نامه اتلولۍ پيلوي.

ددغې لوبډلې مالک جاوېد اپريدي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل، له تېرو دوو لسیزو راهیسې په قبایلي سیمو کې د کرکې، جنګونو او ناامنۍ خبرونه راتلل، خو اوس به لومړی ځل پکې د کرېکټ او ثبات خبرې کېږي.

د ښاغلي اپريدي په خبره،د قبايلي سیمې چې څومره په ناامنۍ کې نوم بد شوی اوس به هڅه کوي، د لوبو او کلتور له لارې نړۍ ددغو سیمو له باثباته نامه سره اشنا کړي.

شاهد اپریدي پېښور زلمي لوبډله پرېښوده

شاهد اپریدی د پېښور زلمي پایلوبه کې نه لوبېږي

جاوېد اپریدی وايي، هڅه يې دا ده چې د قبایلي سیمو په دې اتلولیو کې د ډيورنډ کرښې دواړوغاړو ته مېشتو قبایلو ځوانان برخه واخلي، ځکه چې دده په خبره دواړو غاړو ته پراته ټول یو قبایل دي.

جاوېد اپریدی د پېښور زلمي لوبډلې مالک دی، چې روان کال يې د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ اتلولۍ پایلوبه په خپل نامه کړې.

د فاټا سوپر لیګ په نامه دغه اتلولۍ به د اپرېل مياشتې له درېيمې نېټې بیا تر دیارلسمې پورې ترسره کېږي، چې لوبې به يې په خیبر، کورمه، باجوړ او وزیرستان کې کېږي.

په دې اتلولیو کې به ټولې څلورويشت لوبډلې برخه اخلي او په یوولسو ورځو کې به شاوخوا ۶۷ لوبې کېږي.

د جاوېد اپریدي په خبره، د قبایلي سیمو په دې اتلولیو کې به د ټولو قبایلي سیمو هغه لوبغاړي برخه اخلي، چې تر اوسه نه هم د ځايي چارواکو له خوا او نه هم د پاکستان د فدرالي حکومت له خوا داسې زمينې برابرې شوې دي.

نوموړی وايي، په دې اتلولیو کې به د قبایلي ځوانان واکمنو ته دا څرګنده کړي، چې ستاسو له بې پامۍ باوجود هم دوی څه کولی شي او د څه کولو توان لري.

جاوېد اپريدي له بي بي سي سره په دې مرکه کې زیاته کړه، چې د کرېکټ په تړاو يې د افغانستان له بورډ سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به د افغانستان له کرېکټ مینه والو سره ښه زیری شریک کړي.

+ نور اړوند مطالب ولولئ:

پېښور زلمي لوبډله د ولسمشر غني په بلنه افغانستان ته ځي

د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه: لاهور کې کلک امنيتي تدابیر