BBC
 شاته

'د مبارز او هوتک سیالۍ ته اجازه نه ورکوو'

احمد ولي هوتک (ښي اړخ) او بازمحمد مبارز د انځور حقوق Mubariz/Hotak FB
Image caption احمد ولي هوتک (ښي اړخ) بازمحمد مبارز ته د سیالۍ چېلنج ورکړ او هغه ومنله چې د حمل/وري په ۳۰مه به سره ډګر ته ځي

افغانستان کې د ازادې مبارزې (فري فایټ) د دوو ورزشکارانو بازمحمد مبارز او احمد ولي هوتک ترمنځ د توندو لفظي بریدونو په لړ کې چې یو بل ته یې د سیالۍ چېلنج ورکړی، ددغه هېواد ورزشي چارواکو ویلي، ددې سیالۍ ترسره کېدو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه وایي، د دواړو ورزشکارانو ترمنځ د رامنځته شوې ترېنګلتیا د حل کولو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی دی.

ددغې کمېټې رییس ظاهر اغبر نن پنجشنبه (حمل/وري ۱۰مه) بي بي سي ته وویل، که هم د ورزشکارانو ترمنځ سیالي معمول ده، خو د هېواد په اوسنيو حساسو شرایطو کې د ورزشکارانو دا ډول ننګوونکو څرګندونو ته په کتو ددغې سیالۍ ترسره کېدل قومي نفاق ته لمن وهي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې رییس وویل، له دواړو ورزشکارانو بازمحمد مبارز او احمد ولي هوتک سره یې خبرې کړي او ډېر ژر به یې له نژدې هم وګوري او هڅه به وکړي هغوی په خپلو کې له سیالۍ راوګرځوي.

هغه زیاته کړه، دواړه ورزشکاران باید خپل فزیکي توان د هېواد له پولو بهر وکاروي.

+ د دوو وتلیو افغان لوبغاړو یوه بل ته ګوتڅنډنه

بلخوا د افغانستان د کرکټ بورډ رییس عاطف مشعل بیا د دواړو ورزشکارانو ترمنځ د روغې لپاره مټې بډوهلي دي.

هغه پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې غواړي د ازادو سیالیو دواړه وتلي لوبغاړي باز محمد مبارز او احمد ولي هوتک د کرکټ لوبې لیدو ته دعوت کړي. "دا دوه اتلان به د خپلې کرکت لوبډلې لوبه ننداره، او د لوبې له وجې له ملک نه د باندې د هيواد د بيرغ د رپيدو نه به خوند واخلي. تاسو واړه دافغانستان اتلان ياست او هيواد ته به له بهر نه اتلولۍ راوړئ!"

د انځور حقوق AFG SPORT FEDERATION
Image caption بازمحمد مبارز د ۲۰۱۶ کال اکتوبر کې روسیې کې خپل قرغیز سیال ته له ماتې ورکولو وروسته

د دواړو ورزشکارانو دغو ننګوونکو څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې بېلابېل غبرګونونه راوپارول. ځینو ویل چې د افغانستان په حساسو شرایطو کې دا ډول سیالي کېدای شي قومي رنګ واخلي او د خلکو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي.

خو ځینې نور وایي، د ښاغلي هوتک او ښاغلي مبارز د خبرو لحن په ټولې نړۍ کې د ورزشکارانو ترمنځ معمول او د رزمي سیالیو له روحیې سره برابر دی.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې رییس وویل، که دواړه لوبغاړي دومره د سیالۍ تږي دي، نو د اوسنیو ترېنګلتیاوو تر پایته رسېدو وروسته باید په یوه مناسب وخت کې ترسره شي.

"که بیا هم افغانستان کې دننه سیالي ترسره کېږي، نو ښه به وي چې په یوه اصولي چوکاټ او ښې روحیې سره ترسره شي، نه دا چې د فیسبوک او مطبوعاتو او اشخاصو له لارې ورته لمن ووهل شي او په دې توګه ورزشي برخې ته هم قومي رنګ ورکړل شي."

د انځور حقوق AFG SPORT FEDERATION
Image caption احمد ولي هوتک ۲۰۱۶ کال کې اوکرایني سیال ایوان کازاچینکو ته ماتې ورکړه

دغو دوو ورزشکارانو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته احمد ولي هوتک، باز محمد مبارز ته د سیالۍ چېلنج ورکړ او هغه هم ومنله چې ورسره به د سیالۍ ډګر ته ځي. مبارز ویلي چې د حمل/وري په ۳۰ مه له هوتک سره د سیالۍ ډګر ته ځي.

ښاغلي مبارز پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، که "پلار مې، یا هم ولسمشر هم راشي او ووایي چې تفاهم کېږي، زه یې نه منم. یوازې یوه خبره منم چې زه د حمل/وري ۳۰ په شپه د احمد ولي هوتک په انتظار یم، په قفس کې دې راسره مبارزه وکړي."

ام ام اې یا ازاده مبارزه اولمپیکي ورزش نه دی او تر ډېره سوداګریزه بڼه لري. په نړیوالو سیالیو کې د مبارز او هوتک بریالیتوب د افغانستان د خلکو لپاره ویاړ کېدای شي خو د ورزش په نوملړ کې د افغانستان پر درجې اغېز نه لري.