شاته

د کابل ښار په لودیځ کې په یو مارکیټ کې اور لګیدلی

نن له غرمې وړاندې په ۱۰:۴۰ دقیقو د کابل ښار په لودیځه خوا کې د میرویس میدان ( کوټه سنګي) په سیمه کې د یو مارکیټ په وروستي پوړ کې اورلګدلی چې له امله یې د مارکیټ یوه برخه سوزیدلې ده

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې دا اور د اباسین ځدران د مارکیټ په اوم پوړ کې لګیدلی چې د پولیسو په وینا تراوسه په کې د سر زیان په باب رپوټ نه دی ورکړل شوی.

خو د اور د پراختیا او شدت له امله پولیس په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې احتمالات نه ردوي او وایي، په دې هکله به د اور د وژلو وروسته رسنیو سره معلومات شریک شي.

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال خیرالله رسولي وایي چې د اور لګیدلو سره سم د اور لمبو د ودانۍ لاندې پوړ ته لاره وموندله، چې د اور د وژلو لپاره یې د اطفائیې د مامورینو هڅې د ستونزو سره مخ کړې.

زمونږ خبریال وایي، د اور د لګیدو سره سم ددغه مارکیټ څخه دکانداران ځکه بهر راووتل چې هغوې دا ګڼله چې ګوندې یو ځانمرګی بریدکوونکی مارکیټ ته ننوتی دی.

دا مارکیت د میرویس میدان په سیمه کې تر ټولو جګ مارکیټ دی چې په کې جامې او د کور د اړتیا وړ شیان پلورل کیږي.

د کابل په ښار کې د اور د لګیدلو دا لومړۍ پیښه نه ده، څو میاشتې وړاندې هم د دغه ښار په مرکزي برخه کې په یو سرای کې د اور د لګیدلو له امله دکاندرانو ته ډیر اقتصادي زیان رسیدلی وو.