BBC
 شاته

د کابل لویدیځ کوټه سنګي سیمه کې یوه مارکیټ کې اورلګېدلی

د کابل ښار په لویدیځه څنډه کوټه سنګي سیمه کې په یوه لوړپوړیز سوداګریز مارکېټ کې نن له غرمې مخکې اور لګېدلی. عیني شاهدان وایي؛ اور له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۱۵ دقیقو ولګېد او تر دوه نیم ساعته وروسته لا هم چې د اور لمبې لیدل کېږي.

یوه عیني شاهد نسیم پسرلي بي بي سي ته وویل، چې تراوسه د اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو د اوروژونکې موټر هڅه کوي د اوبو په شیندلو سره د اور لمبې مهار کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې د اور زورورې لمبې لیدل کېږي چې له یوه پوړ نه بل ته پراخېږي. په سیمه کې نور مارکیټونه او د خلکو کورونه هم شته، خو تراوسه نورو سیمو د اور د پراختیا رپوټ نه دی ورکړل شوی.

پسرلي وویل، په دغه ۱۰ پوړیزه ودانۍ کې شاوخوا ۵۰۰ دوکانونه دي چې ترډېره پکې د ښځو او نارینه و کالي، بوټان او د کورونو پردې پلورل کېږي. په لومړي پوړ کې یې د زرګرۍ دوکانونه دي.

د پسرلي په وینا، اور لومړی په وروستي پوړ کې ولګېد او وروسته لاندې پوړونو ته ښکته شو. دغه عیني شاهد وویل، که څه هم په لاندینو پوړونو کې ځینو هټۍ والو هڅه وکړه خپل توکي وباسي، خو د ډېرو دوکانونو مالونه د اور خوراک شول.

نوموړي همداراز وویل چې تراوسه د چا د وژل کېدو یا ټپي کېدو معلومات نشته.

پسرلی وایي، د اور تر لګېدو وړاندې په سیمه کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې هلته ځانمرګی برید کېږي او له همدې امله خلکو هڅه کوله ځانونه له سیمې وباسي.