د ټپي طالب وژونکی سرتېری له اووه کاله بند وروسته خوشي کېږي
د بريتانيا شاهي سمندري ځواکونو يو سرتېری چې يو ټپي طالب يې وژلی و، اوونيو کې به خوشی کېږي.
ډلګی مشر الېګزانډ بلکمن چې نن محکمه کې د ویډيويي لېنک له لارې حاضر شوی و د وژلو پر سر يې پر وړاندې قضايي حکم تېره میاشت نرم شوی و.
د نوموړي سزا اوو کلونو ته راکمه شوې وه او له وړاندې یې درې نیم کاله بند تېر کړی. دی به اوس راتلونکو څو اونیو کې خوشې شي.