BBC
 شاته

افغانستان کې د کار ګومارنې نوی پروګرام، له ځوانانو سره پرې خبرې

افغان چارواکي وايي د حکومت بېلا بېلو برخو کې يې زرګونه دندې تشې دي او دوی یې ډکولو لپاره وړ کسانو ته اړتيا لري.

دا خبره په داسې وخت کې کېږي چې ګڼ شمېر افغان ځوانان بیا له بېکارۍ او د دندو او کار له نشتوالي شکايت کوي.

ډېر يې پر دې باور دي، چې حکومت کې دندو ته رسېدنه يا د پېژندګلوۍ او يا هم د پيسو بدل کې کېږي.

خو اوس افغان حکومت د هڅونې په نامه يوه نوې کړکۍ پرانیستې چې موخه يې پر حکومتي دندو د ځوانو کارپوهانو ګومارل دي.

له افغانستان له بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د دندو او کار موندنې بازار سوړ شوی او ګڼ شمېر ځوانان بې کاره دي.

د کار موندنې او حکومت د دغه اوسني پروګرام په اړه کابل کې زموږ همکار سید عبدالله نظامي له څو تنو افغان ځوانانو سره غږېدلی