سکاټلنډ له بريتانيا د بېلېدو په اړه د نوې ټولپوښتنې لپاره رايه ورکړه
د سکاټلنډ پارلمان د مشرې وزيرې نېکولا سټرجن په غوښتنه له بريتانيا څخه د بېلېدو په تړاو د نوې ټولپوښتنې په اړه مثبته رايه ورکړه.
د پارلمان ۶۹ غړو د ۵۹ پر وړاندې له اروپايي ټولنې د بريتانيا له وتلو مخکې د نوې ټولپوښتنې غوښتنه وکړه.
اغلې سټرجن ويلي، "باید ټولپوښتنه ترسره شي چې سکاټلنډ وکولی شوي له اروپايي ټولنې د بريتانيا له وتلو وړاندې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي".
بریتانیا تر وتلو پورې غواړي اروپایي ټولنه کې بشپړ رول ولري
بریتانیا د اروپا له ګډ بازاره وځي، خو ملګرتیا نه پرېږدي
"له اروپايي ټولنې د وتلو پرېکړه دې پارلمان وکړي"
خو بله خوا وړاندې د بريتانيا مرکزي حکومت اعلان کړی و چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پروسې له پاي ته رسېدو وړاندې سکاټلنډ د ټولپوښتنې اجازه نه لري.
د تېرې دوشنبې په ورځ د بريتانیا لومړۍ وزيرې ټريزا مې له اغلې سټرجن سره په خبرو کې په دې ټينګار کړی و چې "دا مهال د ټولپوښتنې لپاره مناسب وخت نه دی".
اغلې سټرجن د سکاټلنډ پارلمان له رايو اچولو وړاندې په يوه غونډه کې ويلي وو، "د بريتانيا له دولت سره د مخالفت غوښتونکې نه ده يوزاې غواړي مناسب مذکرات ولري".
داغلې سټرجن په دغه غونډه کې ويلي، "له اروپايي ټولنې د برتيانيا له وتلو وروسته بدلون بايد پر موږ و نه تپل شي، موږ بايد د دې ډول بدلونو په اړه د پرېکړې حق ولرو".
د سکاټلنډ د ملي ګوند مشرې نېکولا سټرجن زياته کړې "د سکاټلنډ خلک بايد له اروپايي ټولنې د وتلو او يا له بريتانيا د ازادۍ حق ولري".
د اغلې سټرجن په وينا، "هيلمنه يم چې د بريتانيا دولت به د سکاټلنډ پارلمان د پرېکړې احترام وکړي. که چېرې بريتانيا دا کار وکړي زه به په ښه نيت د روغې جوړې خبرې وکړم".
له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په ټولپوښتنه کې د سکاټلنډ خلکو په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو په حق کې رايه ورکړې وه.