شاته

افغانستان ایمرجېنګ کپ کې له سرېلنکا او هند سره سیالۍ لري

د ایمرجېنګ کپ په نامه د اسیا د کرکټ د اتولو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د دوشنبې په ورځ ( مارچ ۲۷) په بنګلدېش کې پیلیږي.

افغانستان په الف ګروپ کې دی چې له هند، سرېلنکا او مالیزیا سره مخامخ دی. اوله لوبه یې د سیالیو په اوله ورځ له مالیزیا سره ده. مالیزیا په کرکټ کې تر افغانستان کمزوری بلل کیږي او شاید افغانستان ته کومه ستونزه جوړه نکړي.

د اسیا د کرکټ شورا وايي د دغو سیالیو هدف یې د کرکټ وده او د نویو استعدادونو موندل دي. ټولې لوبې په دوو لوبغالو کې کیږي چې وروستۍ لوبه یې د اپریل په درېیمه ده.

په بل ګروپ کې پاکستان، بنګلدېش، نیپال او هانګ کانګ دي. په اصل کې دا د ۲۳ کلنو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ دي. د افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ له سریلنکا او درېيمه یې د پنجشنبې په ورځ له هند سره ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکنی لوبغاړی ریس احمدزی د دغې لوبډلې روزونکی دی.

د شفق، ګلبدین، عثمان غني، نجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف او ځینو نورو پیاوړو لوبغاړو په موجودیت کې ښايي افغانستان هرې لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړي. پیاوړو لوبډلو هم ځینې ملي لوبغاړي په لوبډلو کې شامل کړي دي.

د دغو سیالیو پایلوبه پر تلویزون هم ښودل کیږي. افغانستان د هند او سرېلنکا سره سیالیو ته اندېښنه لري، خو د افغانستان وروستیو لوبو ته په کتو شاید هند او سرېلنکا هم افغانستان ته د یو عادي رقیب په سترګه ونه ګوري.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۴ کال په نړیوال جام کې د سرېلنکا د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، خو تراوسه یې له هند څخه کومه سیالي نه ده ګټلې.

د افغانستان الف لوبډلې دغو سیالیو لپاره په هند کې درې تمریني‌ لوبې وکړې او درېواړه یې وګټلې. تر دې مخکې یې له زمبابوې الف سره د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ هم ګټلې وه.

د افغانستان الف لوبډله داسې مهال د اسیا د ایمرجېنګ کپ په سیالیو کې برخه اخلي چې ملې لوبډلې یې په روانې میاشت کې له ایرلنډ څخه د ۲۰ او یوې ورځنیو سیالیو لړۍ وګټلې.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ څلور ورځنۍ سیالي د سه شنبې په ورځ پیلیږي. د دغې لوبې ګټل ځکه افغانستان ته مهم دي چې د ټست درجې د ترلاسه کولو چانس یې زیاتیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.