شاته

ناتو هڅه کوي افغان سرتیري د جگړې موسم ته چمتو کړي

ایټالوي ځواکونه په هرات کې میشت دي، له همدې وجې د دې ښار ډېره برخه امن دی، خو گاونډي ولایتونه، نیمروز، هلمند او فراه د جگړې تاوده ډگرونه دي.

د هلمند سنگین ولسوالۍ، درې ورځې وړاندې طالبانو ونیوله.

د سیگار یا د افغانستان د بیارغونې د چارو لوی مفتش وایي چې په ٢٠١٦ کال کې ٦٨٠٠ افغان پولیس او سرتیري وژل شوي چې د تیر کال په پرتله تلفات ٣٥ فیصده لوړ دي.

تیر کال په ژمي کې هم جگړه روانه وه، او ملگري ملتونه وايي چې د ٢٠١٦ کال د جنوري په پرتله په ٢٠١٧ کال جنوري کې جگړه دیرش فیصده زیاته شوې وه.

د ایټالوي ځواکونو قوماندان جنرال کلاوډیو مینگیتي وایي چې سرتیرو ته اطمینان ورکوي چې د دوښمن په پرتله هغوی ښه روزل شوي او غوره وسایل لري.

ایټالوي ځواکونه د فراه ولایت تجربه یادوي چې هلته یې افغان سرتیرو ته یوازي مشوره ورکړه او هغوی بریالي شول.

ایټالوي روزونکي وايي د افغان سرتیرو جگړه زده ده، خو هغوی د ټیم او قوماندې په تقویه کولو کې ورسره مرسته کوي.

جنرال مینگیتي وايي چې د فراه عملیات د قاطع ماموریت یو غوره مثال و. "موږ ورغللو او د افغان ځواکونو ته مشوره ورکړه او هغوی بریالي شول."

جنرال مینگیتي وایي "یوازي زموږ موجودیت، افغانانو ته دا جرئت ورکړل چې جگړه وگټي. موږه ډېرې لږې مشورې ورکړې، او هغوی په خپله وړتیا جگړه وگټله."

ناټو له افغانستان څخه په ٢٠١۴ کې ډېر سرتیري و ایستل، خو په اوسني قاطع ماموریت کې د ٨۴٠٠ امریکایانو په شمول، ټول ١١٠٠٠ سرتیري په افغانستان کې میشت دي.

د هرات په کمپ ارینا کې نهه سوه ایټالویان د افغان سرتیرو په روزنه بوخت دي، خو له پسرلي وروسته، د جگړې په ماموریتونو کې هم څنگ په څنگ وي.