BBC
 شاته

د کډوالو کښتۍ اوښتو له امله ۵۶ تنو ته سزا ورکړل شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي دغه پېښه کښتۍ کې د ډېرو کسانو د سپرېدو له امله رامنځ ته شوې ده

مصر کې يوې محکمې د کډوالو د يوې کښتۍ اوښتو پېښې له امله ۵۶ تنو ته سزا اورولې ده.

دغه پېښه تېر کال سپټمبر مياشت رامنځ ته شوې وه چې په ترڅ کې يې له ۲۰۰ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

دغو کسانو ته تر ۱۴ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې، چې په هغو کې د وژنې او غير قصدي وژنې په ګډون بېلابېلې سزاوې شاملې دي.

یخچال لرونکې لارۍ کې کډوال موندل شوي

'برتانیا د کالې ځنګل کم عمره کډوال نه مني'

راستانه شوي کډوال د حکومت د همکارۍ په تمه

ويل کېږي دغه کښتۍ ايټاليا ته روانه وه چې د مصر له سمندر غاړې ۱۲ کيلومتره لېرې چپه شوه.

د ځينو شمېرو له مخې د چپه کېدو پر مهال په دغه کښتۍ کې ۴۵۰ تنه کډوال سپاره وو چې په هغو کې د مصر، سوريې، سودان او سوماليې وګړي شامل وو.

له دغې پېښې ژغورل شوي کسان وايي، کښتۍ له روانېدو وړاندې له سمندرغاړې لېرې پنځه ورځې درول شوې وه چې نور ډېر کډوال په کې سپاره کړل شي.

د دوی په وينا کله چې د ۱۵۰ کسانو وروستۍ ډله دغې کښتۍ ته ورپورته شوه ورسره دغه کښتۍ واوښته.

په دغه قضيه کې پر ۵۷ کسانو محکمه دايره شوې وه، خو وروسته بيا يوه مېرمن خوشي کړل شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ځينو شمېرو له مخې د چپه کېدو پر مهال په دغه کښتۍ کې ۴۵۰ تنه کډوال سپاره وو

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په وينا، تېر کال په سمندر کې د وژل شويو او يا ورکو شويو ۵۰۹۶ کسانو له ډلې ۹۰ سلنه د ايټاليا سمندر له لارې دغه هېواد ته د سفر نيت درلود.