شاته

ایران پر ۱۵ امریکايي شرکتونو بندیز ولګوه

ایراني چارواکي وايي په هغو ۱۵ امریکايي شرکتونو یې بندیز لګولی چې د دوی په ادعا له اسرایلو او ترهګرو سره مرسته کوي او په سیمه کې د ځینو ډلو په ځپلو کې لاس لري.

د ایران رسمي اژانس، ارنا، د حکومت یوه رسمي اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي دغه ۱۵ شرکتونه له ایراني شرکتونو سره له هر ډول معاملې څخه بند کړل شوي او اوسنیو او مخکنیو مشرانو ته یې هم د ایران ویزې نه ورکول کیږي.

په دغو امریکایي شرکتونو کې بنت ټال، یونایټډ تکنالوژیست، آی ټي ټي، ریمکس او ځینې نور شرکتونه شامل دي.

اسوشیټدپرس وایي د ایران یوه وکیل ویلي که د امریکا کانګرس د ایران انقلابي ګارد تروریستي سازمان اعلان کړي او په دې اړه لایحه منظوره کړه، ایران به هم داسې یوه لایحه تصویب کړي چې له مخې به یې د امریکا پوځ او مرکزي استخبارات تروریستي سازمانونه اعلان شي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ دا ډول اړیکې په عراق او سوریې کې روان حالت نورهم خرابولی شي، ځکه هلته ایران د سوریې د ځواکونو تر شا ولاړ دی او د امریکا په مشرۍ ایتلاف بیا د داعش پر ضد جنګیږي.

د ایران د پارلمان د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت د کمیټې مشر، علاوالدین بروجوردي، ویلي چې د ایران پر انقلابي ګارد د نورو محدودیتونو لګول د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون خلاف کار دی.

ایران د امریکا او نړۍ د پنځو قدرتونو سره اتومي تړون وکړ چې له مخې به یې ایران د خپل هستوي پروګرام غني کول ځنډوي او په بدل کې به پر ایران لګول شوي بندیزونه لېرې کړل کیږي.

د ایران او امریکا اړیکې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت له راتګ وروسته نورې هم خرابې شوې، ښاغلي ټرمپ له ایران سره پر تړون هم کلکې نیوکلې کړې وې او دا یې د ایران د لا غښتلتیا لامل بللی وې.