BBC
 شاته

لندن کې د چړې برید کې یو کس وژل شوی، پنځه ټپیان دي

د برتیانیا په پلازمېنه لندن کې د چړې په برید کې یوه ښځه وژل شوې او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

پولیسو د الکټریکي وسلې په کارولو بریدګر نیولی دی.

د بریدکوونکي هویت نه دی په ډاګه شوی، خو پولیسو ویلي چې ددې برید په تړاو یو ۱۹ کلن هلک نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا، ددې پېښې په رامنځته کېدو کې د بریدګر "رواني سلامتیا" مهمه ونډه لرلې ده.

په دې برید کې یوې ۶۰ کلنې ښځې چې ټپونه یې ژور و، د لومړنیو طبي مرستو ترلاسه کولو پرمهال ساه ورکړه.

دا برید د لندن په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ دقیقو د لندن ښار په مرکز روسل میدان کې شوی.

پولیسو د برید سیمې شاوخوا کلابنده کړې ده چې د بریتانیا مشهور موزیم ته نژدې پرته ده. د عیني شاهدانو په وینا، سیمه کې د طبي مرستو کېږدۍ لګېدلي دي.

همداراز د برید په سیمه کې چې ګڼ خلک پکې تګ راتګ کوي، ډېر پولیسو راټول شوي دي.

د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه لا څه نه دي ویل شوي. په ټپیانو کې یوه ښځه او څلور سړي دي.