BBC
 شاته

ډېره مالګه تشناب ته د تګ اړتیا زیاتوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغوی چې د مالګې کارونه یې لږه کړې، تشناب ته د تګ ستونزه یې هم ور سره ورکه شوې ده

د شپې تشناب ته د تګ ستونزه له شپېته کلنۍ په پورته عمر لرونکو کسانو کې ډېره ده چې د خوب د ګډوډۍ لامل ګرځي.

د جاپان د ناکاراکي پوهنتون څېړنډلې پخپله وروستۍ څېړنه کې چې پر ۳۰۰ داوطلبو کسانو تر سره شوې، موندلې چې که مالګه لږه وکارول شي د شپې له خوا تشناب ته ډېرو تلو مخه نیسي.

هغه سینګار چې روغتیا ګواښي

موبایل د خپل څښتن په روغتیا او نورو رازونو پوهېږي

په دغه څېړنه کې معمولاً هغه کسان ځېرل شوي چې ډېره مالګه یې کاروله او له درېوو میاشتو یې د شپني ادرار ستونزه لرله.

یادو کسانو ته د مالګې د لږ کارونې سپارښتنې شوي او بیا یې پایلې له مخکینې وضعیت سره پرتله شوې دي.

د څېړونکو د سپارښتنو په پایله کې د یادو تکلیف لرونکو کسانو د تشناب د تګ کچه له دوه نیم برابره یوه ته راښکته او په پایله کې یې ژوند ارامه شوی دی.

د یادې څېړنې لیکوال موتسو توموهیرو ویلي، د شپې د میتیازو او مالګې ترمنځ د نېغې اړیکې د تایید په پار نور کار ته اړتیا ده: "تر اوسه دا لا یو احتمال دی چې د خوړو کوچنی بدلون دې د ژوند په هوساینه کې دومره ستر بدلون رامنځته کړي. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۵۰ کلنۍ د پورته عمر لرونکو د ټولو انسانانو نیمايي یې د شپې د میتیازو ستونزه لری

په تېر کې به هغوی ته چې د ادرار ستونزه یې لرله، د شپې له خوا د کمو مایعاتو د څښلو سپارښتنه کېده. له ۵۰ کلنۍ د پورته عمر لرونکو د ټولو انسانانو نیمايي یې د شپې د میتیازو ستونزه لری.

په عمر خوړلیو کې بیا د شپې د پاڅېدو ستونزه پرمختللې ده، تر دې چې د خپل حاجت د رفع کولو لپاره هره شپه څو ځلي له خپل ځایه پاڅېږي.

پروسس شوې غوښې خوړل "ښایي ساه لنډي زیاته کړي"

بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

د شپې میتیازې یوازې د مالګې په کارونې پورې هم اړه نه لري، د شکرې او زړه ناروغۍ، بدخوبي او نور عوامل هم د شپې میتیازو ستونزه زېږوای شي.

سپوره ډوډۍ، چپس او نور د هغو خوړو له ډلې دي چې په ترکیب کې یې معمولاً زیاته مالګه کارېږي.