شاته

ملګري ملتونه: جنګ یمن کې هره میاشت ۱۰۰ ملکیان وژني

ملګري ملتونه وايي چې په یمن کې په روان تاوتریخوالي کې هره میاشت ۱۰۰ ملکي کسان وژل کیږي. د یمن جنګ درې کلن شو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د جمعې په ورځ( مارچ ۴۲)وویل چې دا ملکيان تر ډېره د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د الوتکو په بمباریو او د توغندیو په بریدونو کې وژل کیږي.

د بشري حقونو د دفتر په خپور شوي بیان کې راغلي چې د یمن په جنګ کې تر دې دمه شاوخوا ۴٧٧٣ ملکې کسان وژل شوي او ٨٢٧٢ نور زخمیان دي. ملګري ملتونه وايي په اوسط ډول د میاشتې ۱۰۰ کسان په یمن کې وژل کیږي.

په یمن کې روان جنګ د حوثي یاغیانو او د یمن د لېرې کړل شوي ولسمشر د ځواکونو ترمنځ دی. ایران د حوثي یاغیانو او د سعودي په مشرۍ د عربو ایتلاف د شړلي شوي ولسمشر د حکومت ننګه کوي.

د ایتلافي ځواکونو د تېرې اونۍ په بمباریو کې د سومالیا ٣٢ مهاجرین او د یمن یو ملکي کسان هم وژل شوي دي. د روریټرز خبري اژانس وايي چې د تېرې اونۍ په دغه هوايي برید کې لس نور کسان لا هم لادرکه دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د یمن د تایز په ښار کې د اوبو او خوراکیو توکیو سخت کمی دی. د حوثي یاغیانو متحدینو د تایز ښار چار چاپېره لارې نیولې او د بشري مرستو ډ رسولو مخه نیسي.