BBC
 شاته

ازربایجان کې نوروز څنګه بدلون وموند

اذربایجان د انځور حقوق Getty Images

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د نوروز په اړه ډېر بدلونونه راغلل. که څه هم د ورېښمو لارې په اوږدو کې خلکو تل د نوروز لرغوني دودیز مراسم لمانځل، خو د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د نوروز بیا رغېدنې د خپلواکو هېوادونو د هویت څرګندونه کوله.

د بي بي سي د ازري څانګې کارکونکی ، ذولفقار روفت اوغلو، په خپل رپوټ کې کاږي، چې په شوروي آزربایجان کې هېڅکله د نوروز پر مراسمو بشپړ بندیز نه و لګول شوی.

کورنیو، تل په ځانګړي ډول د رخصتۍ دا ورځ د خوږو بغلاوو په پخولو، د شمو روښانه کولو، سمنک پخولو، هګیورنګولو یا ان د اور پرسر د ټوپونو په وهلو سره لمانځله.

نوروز، د کلتوري تړاو نښه

نوروز د افغانانو د ژوند کتاب کې

هغوی تل دغه دود ته له ایران سره تړاو ورکاوه او خپل یې ګاڼه.

هغو خلکو او نژادي ډلو چې یو وخت د ایران د امپراتورۍ یوه برخه وو، په بېلابېلو ډولونو سره د نوروز مراسم خپل کړل او ځینې بدلونونه یې په کې راوستل.

د شوروي امپراتورۍ په ۷۰ کلونوکې په قفقاز او منځنۍ آسیا کې داسې خلک وو چې دا لرغونی دود یې په خپلوکورونو کې په پټه او خوندي توګه ترسره کاوه.

په دې وروستیو کلونوکې، سره له دې چې هرکال نوروز په پراخو او شاندارو مراسمو سره لمانځل کېږي، خو په آزربایجان کې یې تاریخ په سمه توګه نه دی څېړل شوی.

کمونستان او نوروز

د ځینو ادعاګانو برخلاف، په ۱۹۲۰ کال کې پر آزربایجان د سرو عسکرو له یرغل سملاسي وروسته نوروز نه وو منع شوی.

په ۱۹۲۱ کې، آزبایجان کې'' کمونست'' ورځپاڼې لیکلي وو چې'' د نوروز د لمانځنې په ترڅ کې د ښونځیو ماشومانو ته د نوي کال ډالۍ وېشل شوې وې''.

په همدې کال کې، د پسرلي د راتلو په ویاړ په محلي کلبونو او تیاترونو کې کانسرتونه او نندارې جوړې شوې وې.

Image caption ۱۹۶۷ کال باکو کې د کمونستانو ورځپاڼې کې "د پسرلي ښاپېرۍ" عکس.

په ۱۹۲۵کې، آزري شوروي حکومت پرېکړه وکړه چې نوروز د شپږو ملي رخصتیو په کتارکې شامل کړي.

خو لږ موده وروسته د مسکو د سخت دریځو پام رخصتیو ته واوښت.

هغوی وویل چې په ټول هېواد کې باید '' یوازې انقلابي جشنونه'' ولمانځل شي.

د جنوري لومړۍ نېټه په ټول شوروي اتحاد کې د نوي کال د ورځې په توګه اعلان شوه. دا دود تر ننه پورې پر ځای پاتې دی.

روسیان او نورې نژادې ډلې چې د شوروي اتحاد دننه یې ژوند کاوه هم اړ کړل شول چې له خپلو ملي او مذهبي رخصتیو لاس واخلي.

نوي انقلابي جشنونه لکه د مې د میاشتې لومړۍ نېټه او د نومبر اوومه په جنترۍ کې شامل کړل شول.

په ۱۹۲۹کې، بالاخره نوروز د عمومي رخصتیو له نوملړه و اېستل شو.

'' د بې خدایه کسانو سیاسي اتحادیه'' یو سازمان و، چې آزربایجاني چارواکو جوړ کړی وو. د دې سازمان غړي به د نوروز پر ورځ کوڅه په کوڅه ګرځیدل، هغه کسان به يې لټول چې نوروز به یې لمانځه او سزا به یې ورکوله.

ترټولو عامه سزا یې د خلکو په عام محضر کې غندنه وه. د شوروي اتحاد د ۱۹۳۷ کال د اساسي قانون په تصویبېدو سره، ټولې مذهبي او ملي رخصتۍ په بشپړ ډول منع شوې او د ځپلو کلونه پیل شول.

دا بندیز ترشلو کلونو پورې پاتې شو، خو په ۱۹۵۳ کې د ستالین له مړینې وروسته، ټولو ملي رخصتیو ته غیر رسمي اجازه ورکړل شوه چې بېرته اعاده شي.

په حقیقت کې، یواځې په شخصي محفلونو کې د ډېری دغو رخصتیو لمانځلو ته اجازه وه.

د ۱۹۶۶ په مارچ کې مسکو د نوروز لمانځنې ته په دې شرط اجازه ورکړه چې نوم یې یاد نه کړل شي.

په شوروي مطبوعاتو کې دغه رخصتي '' د پسرلي جشن'' په نامه یادېدله، خو د هغه چا لپاره چې دا ورځ یې لمانځله دغې رسمې نوم اهمیت نه درلود.

د نوروز توطیه

خو د ځینو دلایلو له امله په دولتې کچه د نوروز لمانځل تر ۱۹۶۷ پورې وځنډېدل.

همدغه دوره وه چې آزربایجان کې د نوروز په اړه د توطیې ځینې تیوري ګانې رامنځته شوې.

د آزربایجان ترڅنګ، ازبکستان هم له مسکو وغوښتل چې په عامه توګه د نوروز د لمانځلو اجازه ورکړي.

د آزربایجان او ازبکستان کمونست ګوندونه ددې هڅو په سرکې وو چې غوښتل يې دغه رخصتي بیا رامنځته کړي.

په ۱۹۶۷کې، نوروز له ۱۹۲۸ راهیسې د لومړي ځل لپاره په رسمي ټوګه په باکو کې ولمانځل شو.

لمانځنې د مارچ پر ۲۰ نیټه پېل شوې او په باکو کې د پېغلې تاریخي برج ترڅنګ ترسره شوې.

یوې ځوانې ښځې چې '' د پسرلي پېغلې'' په توګه یې لباس اغوستی وو د آس په سپرلۍ په جشن کې برخه واخیسته.

دغه دود چې پخوا چا نه پېژاند د روسي فولکلور یا ولسي فرهنګ '' د واورې پیغلې'' څخه الهام اخیستی وو.

افسانه وايي چې د آزربایجان کمونست چارواکو غوښتل په دې ډول له مسکو څخه مننه وکړي چې ددې رخصتۍ د لمانځلو اجازه یې ورکړې.

د نوروز پرشاوخوا سیاستونه

ځینې سیاسي شنونکي وايي په ۱۹۶۷کې د نوروز د لمانځلو لپاره رسمي اجازې د مسکو د بهرنۍ تګلارې سره تړاو درلود.

دا هغه وخت وو چې شوروي اتحاد هڅه کوله له ایران سره نژدې اړیکي وپالي.

د ایران پاچا په ۱۹۶۶ کې له شوروي حکومت سره یو لړ کلتوري، اقتصادي او تجارتي معاملې لاسلیک کړې.

له دې وروسته شوروي مشرانو د آزربایجان او ایران ترمنځ د کلتوري اړیکو پراختیا ته په مثبت نظر کتل.

د انځور حقوق Getty Images

دې کار د منځنۍ آسیا پرترکي ژبو جمهوریتونو او آزبایجان د ترکیې چې د ناټو غړې ده، د اغېز مقابله هم کوله.

کمونست مشران د ملتپالو احساساتو له راپورته کېدو وېرېدل او د لرغونو دودونو بیا اعاده کېدل یې د ملتپالنې اورلپاره د سون توکو په توګه ګڼل.

د نوروز په اړه نرم چلند له یوې لنډې مودې وروسته، د هغې لمانځنې بیا منع شوې.

د پخواني شوروي په جمهورتونو کې د نوروز ترټولواوږده رخصتي.

خو د میخاییل ګرباچوف په واکمنېدوسره بیا دا ټول بدل شول.

د هغه د پرانیستوب او بیارغونې تګلارو په آزربایجان او منځنۍ آسیا کې په عامه توګه د نوروز لمانځلو ته لاره پرانیسته.

له ۱۹۸۵ وروسته، خلک نور '' د پسرلي پېغلې'' په اړه نه غږېدل او په ښکاره يې د نوروز نوم اخیسته.

ایران کې د نوروز رنګونه

د نوروز رېښې چېرې دي او لمن یې تر کوم ځای غځېدلې؟

په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، آزربایجان نوروز د ملي او دولتي رخصتۍ په توګه اعلان کړ.

د منځنۍ آسیا هېوادونو، ازبکستان،تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، او ترکمنستان هم سیاسي ګامونه پورته کړل او د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې يې د خپلواکۍ له ورځې وروسته نوروز د دویمې مهمې ملي رخصتۍ په توګه اعلان کړ.

اوس، په آزربایجان کې په نوروز کې پنځه ورځې رسمي رخصتي ده چې د پخواني شوروي په جمهوریتونو کې ترټولو اوږده رخصتي شمېرل کېږي.

لمانځنې ترلسو ورځو پورې دوام کولاې شي.

محلي شنونکي وايي، له حده ډېر سوداګریز کېدو له امله د نوروز روحیه اغېزمنه شوې ده.