BBC
 شاته

د پاک، ترک تعلیمي ادارو تړلو غوښتنې پاکستاني زده کونکي اندېښمن کړي

Image copyright REUTERS
Image caption د ترکیې حکومت پر فتح الله ګولن تور لګوي چې د ناکامې کودتا تر شا یې لاس و او همدی یې اصلي طراح و، خو دی دا تورونه ردوي او وايي له کودتا سره هېڅ تړاو نه لري.

د ترکيې دبهرنیو چارو وزير ميلوت چاش اوغلو له خوا پاکستان کې د ګولن تنظيم اړوند تعليمې ادارو د تړلو غوښتنې دغو ادارو زده کونکي اندېښمن کړي دي.

د ترکيې بهرنیو چارو وزير د سې شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزير له سلا کار سرتاج عزيز سره يوې ګډې خبرې غونډې ته وويل، د ګولن تنظيم اړوند تعلیمي ادارې د پاکستان او نړۍ لپاره خطر دي.

دغه راز تېره مياشت پلازمېنه اسلام اباد کې د ترکيې سفير صادق بابر خبريالانو ته ويلي و د ترکيې حکومت د پاکستان په ګډون د ټولې نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې په خپلوهېوادونو کې دګولن تنظیم د هلو ځلو مخنیوی وکړي.

په پاکستان کې د ګولن تنظيم اړوند پاک، ترک نومي ښوونځي او پوهنځي فعال دي. د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هېواد په ۱۱ ښارونو کې د پاک، ترک ۲۸ ښوونځي او پوهنځي کار کوي چې په دغو تعليمي ادارو کې ۱۴۰۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.

ثبت شوې اداره

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پاک، ترک ښوونځي يوه مسوول ميا وکيل الدين بي بي سي ته وويل، چې د ځوانانو زده کړې د دوی يوازینی هدف دی.

هغه زياتوي د دوی ښوونځی له ۱۹۹۹ نه راهیسې پاکستان کې فعالیت لري:

''دا يوه ثبت شوې اداره ده او له قانون سره سم کار کوي موږ هېڅ سياسي او نور هدفونه نه لرو یوازینی هدف مو پاکستاني ځوانانو ته د زده کړو ورکړه ده. زموږ ښوونځي کې ۸۰ ښوونکي او نژدې ۷۰۰ زده کونکي لرو. تر اوسه صوبايي حکومت موږ ته په دې اړه هېڅ نه دي ویلي.''

'' د زده کونکو مېندو پلرونو یوه ټولنه ده او دوی په دې تړاو غونډې کوي. دغې ټولنې پرېکړه کړې که حکومت پاک،ترک تعليمي ادارې وتړلې دوی به محکمې ته لاړ شي''

د ترکیې حکومت پر فتح الله ګولن تور لګوي چې د ناکامې کودتا تر شا یې لاس و او همدی یې اصلي طراح و، خو دی دا تورونه ردوي او وايي له کودتا سره هېڅ تړاو نه لري.

فتح الله ګولن په ۱۹۴۱ کال ترکیه کې زیږېدلی او اوس ۷۵ کلن دیپه ۱۹۹۹ کال امریکا ته ولېږدېده، هلته د پنسلوانیا ایالت د بوکونو په غرنۍ سیمه کې اوسېږي