شاهد اپریدي پېښور زلمي لوبډله پرېښوده
د پاکستان ملي کرېکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد اپریدي له پېښور زلمي لوبډلې سره پرېکون اعلان کړی. پر ټویټر پاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې نوموړي ویلي، د شخصي لاملونو له کبله دغه لوبډله پرېږدي.
شاهد اپریدي دغه راز ویلي د پېښور زلمیانو لوبډلې لپاره نیکې هیلې لري او د ځان په اړه وايي، چې هر چېرې لاړ شي مینه وال به یې ملاتړ کوي.
پېښور زلمي د پاکستان سوپر لیګ اتله لوبډله ده. د پاکستان سوپر لیګ سږنیو سیالیو پر مهال پایلوبه کې پېښور زلمي له کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره مخامخ شوه، خو شاهد هغه مهال ټپي و او په لوبه کې یې برخه نه درلوده.
شاهد اپریدی د پېښور زلمي پایلوبه کې نه لوبېږي
د کرېکټ بریا او پرمختګ په پار څو خبرې
۲۰۱۶ کال کې د پاکستان سوپرلیګ یسیالیو کې شاهد اپریدی د پېښور زلمي لوبډلمشر و، خو سږ کال د ویسټ انډیز لوبغاړي ډېرن سیمي د دغې لوبډلې مشرې کوله.
شاهد اپریدي د پاکستان له لوري ۲۷ تیسټ لوبو کې ګډون کړی او د ۶۳.۵۱ اوسط له مخې یې ۱۷۱۶ منډې جوړې کړې دي.
نوموړي ټیسټ لوبو کې ۴۸ لوبغاړي سوځولي دي.
په یوه ورځنیو لوبو کې هغه ۳۹۸ ځلې د پاکستان په استازیتوب لوبېدلی دی، چې د ۲۳.۵۷ اوسط له مخې یې ۸۰۹۶ منډې کړې دي او ټولټال ۳۹۵ وېکټې یې تر لاسه کړې دي.