BBC
 شاته

د افغان امريکايي پوهنتون دروازې بېرته پرانیستل کېږي

Image caption د تېر لمریز کال د وږي میاشت کې پر دغه پوهنتون له برید وروسته دغه پوهنتون تړلی و.

په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون مسوولان وايي، د خپلو محصلینو پر مخ د دغه پوهنتون ور بېرته پرانيزي.

د دغه پوهنتون د رسنيو مسوولې زبېده اکبر بي بي سي ته وویل، لومړۍ درې ورځې به نویو محصلانو ته د پوهنتون له چاپېریال سره د بلدتیا روزنيز پروګرام جوړ شي او د مارچ پر ۲۸به ټولګي پېل شي.

دا وايي ۸۵ نوي محصلان يې هم دغه پوهنتون کې زده کړو ته جذب کړي دي.

د تېرلمريز کال د وږي پر درېیمه بریدګرو داسې مهال د موټربم له چوولو وروسته د دغه پوهنتون منځ ته لار وکړه، چې مصحلان پکې په درس بوخت وو. په پېښه کې ۱۳ کسه ووژل شول چې يو يې هم د دغه پوهنتون استاد و او ۴۰ نور ټپیان شول.

پر پوهنتون بريد، د مرګ او ژوند شېبې

د افغانستان امریکايي‌ پوهنتون کې وژل شوي څوک دي؟

زبېده اکبر وايي، دوی ویرېدل چې ښايي له دغه بريده وروسته بهرني استادان هلته درس ورکولو ته زړه ښه نه کړي:

"له پېښې وروسته موږ سره سخته ویره وه چې ښايي استادان بېرته راونه ګرځي او موږ ونه توانيږو چې نوي بهرني استادان ومومو، خو برعکس، له نيکه مرغه زموږ زیاتره بهرني استادان بېرته راځي او نوي استادان مو هم جذب کړي دي. "

افغان امريکايي پوهنتون په کابل کې له ۲۰۰۵ کال راهيسې د یوه امريکايي پوهنتون تر څار لاندې فعالیت کوي او شاوخوا دوه زره محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.