BBC
 شاته

هند: د پارلمان غړي د الوتکې کارکوونکی په څپلۍ وهلی، هوايي شرکتونو پرې بندیز لګولی

د انځور حقوق .
Image caption داسې ښکاري، چې د پارلمان غړی د برید په اړه بښنه نه غواړي

د هند پنځو مشهورو هوايي شرکتونو خپلو الوتکو کې د پارلمان هغه غړي پر سپرلۍ بندیز لګولی، چې د یوه هوايي شرکت پر کارکوونکي یې د څپلیو پرلپسې ګوزارونه کړي دي.

رویندرا ګایکوډ وايي د ایر انډیا یوې الوتنې بزنس کلاس کې د څوکۍ نه موندلو له کبله یې د 'کبر ' په خاطر 'پر هغه د خپلې څپلۍ ۲۵ ګوزارونه ' کړي دي.

هند کې د "مینانو ضد ډلګیو" عملیات پیل کړل

هندی یوټیوب کارن د ښځو له ښکلولو پښېمان شو

ایر انډیا وايي، د ښاغلي ګایکورډ خلاف یې عریضه کړي او د هندوستان هوايي شرکتونو فدراسیون (ایف ای اې) غړو پنځو غړو هوايي شرکتونو کې د نوموړي پر سپرلۍ بندیز لګول شوی دی.

انډیګو، ګو ایر، سپایس جیټ او جیټ ایروېز د دغه فدراسیون غړي هوايي شرکتونه دي. دغې ادارې له امنیتي ادارو غوښتي، چې د نوموړي خلاف سملاسي اقدام وکړي. اعلامیه کې ویل شوي:

''زموږ پر هر یوه کارکوونکي برید پر موږ ټولو او هغو هېوادوالو د برید په معانا دی، چې د هېواد قوانینو ته پابند دي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره زیار باسي. ''

د انځور حقوق PARLIAMENT OF INDIA
Image caption له حکومتي ویبپاڼې د ښاغلي رویندرا ګایکوډ را اخیستل شوی تصویر

د هند سوداګریزو پیلوټانو ادارې هم یوه اعلامیه کې ویلي، له خپلو ټولو غړو یې غوښتي هغه الوتکې کې باید له خدمت کولو انکار وکړي، چې ښاغلی رویندرا ګایکوډ په کې سفر کوي.

رپوټونو کې ویل شوي د پارلمان غړي ته له پونا نه ډیلي ته د الوت پر مهال ویل شوي وو، چې الوتکه بزنس کلاس نه لري، ځکه ټوله الوتکه یوازې اکانومي کلاس ده.

ښاغلي ګایکوډ رسنیو ته ویلي:

زه د بي جي پي استازی نه یم، بلکې د شیوسینا استازی یم او زه هېڅ ډول سپکاوی نه شم زغملای. نوموړي دغه راز د جمعې پر ورځ هم له هغه کارکوونکي د بښنې له غوښتلو انکار کړی دی، چې یو ۶۰ کلن سړی بلل شوی دی.