BBC
 شاته

"پښتونخوا ته د قبایلو د ور ګډولو کلیمه په مسوده کې نشته"

د انځور حقوق .
Image caption پروېز خټک وايي، قبایل یې ایالت ته ور ګډېږي، خو له ده سره سلا مشوره نه کېږي.

د پښتونخوا سر وزیر یا وزیر اعلی پروېز خټک وايي، مرکزي حکومت دغه ایالت ته د قبایلي سیمو ور ګډول اعلان کړي، خو د دې سیمې د سمون جرګه ګۍ (فاټا اصلاحاتي کمېټه) په مسوده کې د ور ګډولو "انضمام" کلیمه نشته.

د پروېز خټک په خبره، د قبایلي سیمو د سمون جرګه ګۍ مسوده کې نورې ډېرې ګونګې خبره شته او روښانول یې ضروري دي.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه، چې له پښتونخوا سره د قبایلو د یو ځای کولو لپاره پنځه کاله وخت پخپله د تېر اېستلو په مانا دی، ځکه که حکومت رښتیا کوي، نو په میاشتو کې دا سیمې له دغه ایالت سره یو ځای کولی شي.

* د قبايلو برخليک

* "پاکستان قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګډوي"

* د قبایلو جرګه: په خپله خاوره خپل واک غواړو

د هغه په اند، له پښتونخوا سره د قبایلو د یو ځای کولو لپاره له اوله هم داسې اصول شته چې یواځې پلي کول یې پاتې دي او دې ته اړتیا نه وه، چې له دې ایالت سره د قبایلي سیمو د یو ځای کولو لپاره دومره اوږد وخت ور کول کېږي.

پروېز خټک تور ولګاوه چې حکومت په پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د شاملولو په برخه کې پرلپسې ناسم بیانونه خپروي: "په مسوده کې یواځې د ملي لار کلیمه کارول شوې، د یو ځای کولو خبره نشته".

د هغه په خبره، د قبایلي سیمو د سمون جرګه ګۍ د سپارښتنو ترلاسه کولو لپاره یواځې یو ځل ور سره لیدلي او بیا یې په دې تړاو له ده سره کومه سلا مشوره نه ده کړې.

د انځور حقوق John Moore
Image caption ډېر قبایلي مشران وايي، چې له دوی سره له سلا مشورې پرته یې برخلیک ټاکل کېږي.

نوموړي دا هم وویل، چې دې جرګه ګۍ ته یې ځینې وړاندیزونه کړي او مرکزي حکومت ته یې په دې تړاو لیکونه هم استولي، خو تراوسه یې وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویل شوی.

پروېز خټک وايي، په دې مسوده کې د واک په تړاو هم ځانګړې ګونګتیا شته او ځینې مادې دومره عجیبه او ګونګې دي چې پرې پوهېدل ناشوني دي.

د هغه په خبره، دا ډېره هیښوونکې ده چې قبایلي سیمې به د پښتونخوا برخه شي، خو ادارې به یې له ایالت بېلې وي.

* قبایل بې کوره دي، سرشمېرنه د چا کېږي؟

* محمود خان اڅکزي: فیصله به پخپله قبایل کوي

* قبایلو پاکستاني حکومت ته له وسلو سپارلو انکار وکړ

نوموړی د ځانګړي قانون د ختمېدلو هرکلی کوي، خو وايي، پر ځای یې دودیز پلان پلی کېږي چې د اېف سي ار په څېر قانون به وي.

"کله چې قبایل د ایالت برخه کېږي، نو بیا د دود پلان ته څه اړتیا ده؟ بلکې کوم قانون چې په ایالت کې وي، هلته یې هم پلي کول پکار دي".

نوموړی وايي، ځینې کسان د قبایلو د یو ځای کولو بهیر کډوډول غواړي، خو دی یې په مقابل کې درېږي.

د انځور حقوق .
Image caption د قبایلو د برخلیک په هکله کارتون.