BBC
 شاته

"پاکستان د افغان سولې خبرو کې ګډون کوي"

د انځور حقوق .
Image caption پاکستان وايي، ډېر ژر به دې خبرو ته پلاوی وټاکي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په روسیه کې د افغان سولې په تړاو خبرو هر کلی کوي او پلاوی به یې ګډون پکې وکړي.

د دغه وزارت ویاند نفیس زکریا په اونیزه خبري غونډه کې وویل، ډېر ژر به دا پرېکړه وشي، چې دغو خبرو ته د پاکستان د کومې کچې پلاوی لاړ شي.

خو په ورته مهال هغه په خبرو کې د طالبانو د ګډون او په دې تړاو د پاکستان د رول په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

* افغان سوله، طالبان څه غواړي؟

* غني: سوله ییز افغانستان هېڅ بل هېواد ته خطر نه دی

* غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي

نوموړي په دې خبرو کې طالبانو ته د بلنې ور کولو یا نه ور کولو په هکله سپیناوی هم د کوربه هېواد کار وباله.

مګر روانه اونۍ د طالبانو ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې تراوسه روسیې دغو خبرو ته ور بللي نه دي او که بلنه یې ور کړه، نو غور به پر وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تېرې فرورۍ پر اوومه له افغان سیال سره خبرو کې ویلي وو، چې ډېر ژر به د افغانستان د سولې په تړاو غونډه جوړه کړي.

سولې ته د طالبانو چمتو کول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نفیس زکریا وایي، دا د روسیې کار دی چې طالبانو ته د ګډون بلنه ور کوي او که نه.

نفیس زکریا په دې هکله هم له څه ویلو ډډه وکړه چې ګویا د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته بلل شوی او پاکستاني چارواکو ترې غوښتي چې په دې خبرو کې ګډون وکړي.

خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د طالبانو او د پاکستاني چارواکو ترمنځ د کتنې په اړه رپوټ کې وايي، چې پاکستاني چارواکي تیره اونۍ په اسلام اباد کې د اوو طالب مشرانو کوربانه وو.

په رپوټ کې د ایسو شیټیډ پرېس د معلوماتو له مخې ویل شوي چې په دې کتنه کې افغان طالبان د سولې خبرو ته هڅول شوي.

* افغان سوله کې د ونډو منډې

* 'که طالبان سوله ونه کړي، نو د جګړې تابیا پکار ده'

* جنرال کمبل: که سوله ونه شي، روان کال به خونړی وي

ورځپاڼه وايي، ایسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته دوو طالب مشرانو ویلي، پر پاکستان نړیوال فشار دی، ترڅو دوی له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

له بلې خوا یوه امریکايي چارواکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، په مسکو کې د افغان سولې په تړاو خبروکې ګډون نه کوي.

د نوموړي په خبره، مسکو په دې هکله له سپینې ماڼۍ سره مشوره نه ده کړې او دوی نه پوهیږي چې له دې غونډې د روسيې هدف څه دی.

له طالبانو سره د روسیې اړیکي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اروپا کې د ناټو امریکايي قومندان تېره ورځ روسیه له طالبانو سره پر همکارۍ تورنه کړه.

له دې مخکې او د تېر ډیسمبر په وروستیو کې د افغانستان له ګډون پرته مسکو د افغان سولې په تړاو، له چین او پاکستان سره ګډه ناسته درلوده.

دوی له غونډې وروسته وویل، چې افغانستان کې د سولې او ټیکاو په موخه د طالبانو ځینې نومونه باید د بندیزونو له نوملړه وایستل شي.

افغانستان ته له بلنې پرته دا غونډه د کابل له نیوکو سره مخ شوه. او افغان چارواکو دا هم وویل، هېڅ یو هېواد نه شي کولی چې د ملګرو ملتونو بندیزونو لست کې د افغانستان د اتباعو د نومونو د ورزیاتولو یا د هغوی د لرې کولو په اړه پرېکړه وکړي.

د مسکو دا هڅې په داسې مهال دي چې لوېدیځ یې له طالبانو سره پر اړیکو او همکارۍ تورنوي.

اروپا کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال کورتیس اسکارپاروتي ویلي، د افغانستان په سویل کې د طالبانو پراخ کنترول ته په کتو سره داسې احتمال شته، چې مسکو له طالبانو سره مرسته کړې وي.

نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا مشرانو جرګه کې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته په وینا کې دا خبرې وکړې.

خو مسکو وايي، چې یواځې له طالبانو سره اړیکي لري او هغه هم په افغانستان کې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره.