حسني مبارک ازاد شو
د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک له زندانه خلاص شو.
د جمعې په ورځ (د وري ۴مه) رپوټ ورکړل شو چې د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک ته چې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا په بند کې ساتل کېده، اجازه ورکړل شوه چې د قاهرې ختیځ کې خپل کور او کورنۍ ته ستون شي.
ښاغلي مبارک د بند ډېره موده ده ته د ورپېښې ناروغۍ له امله په یوه پوځي روغتون کې تېره کړه.
د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک "خوشی کېږي"
حسني مبارک د لاریونوالو د وژنې دوسیه کې بري شو
د مصر څارنوالۍ د مارچ میاشت پر ۱۳ مه د ده له خوشې کېده سره موافقه وکړه.
ښاغلی مبارک چې ۸۸ کلن دی په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې د انور سادات له وژل کېدو وروسته د مصر ولسمشر شو.
په ۲۰۱۲ کال کې ښاغلی مبارک ته په دې د عمر قید سزا واورل شوه چې ۲۰۱۱ کال کې د امنیتي ځواکونو له خوا د وژل شویو مظاهره کوونکو په مرګ ګرم وبلل شو.
بله محکمه یې د ۲۰۱۵ کال د مې په میاشت کې وه هغه مهال قاضي فرمان ورکړ چې ښاغلی مبارک دې له بنده خلاص شي.
خو ویل کېږي د خلکو د غبرګون له پارېدو د مخنیوي په پار، د ده د خوشې کولو په برخه کې د ولسمشر عبدالفتاح السيسي حکومت بې غوري وکړه.
ښاغلي سیسي د ښاغلي مبارک د استخباراتو د مشر دنده درلوده او په ۲۰۱۳ کال کې تر ده وړاندې د ټاکنو له لارې راغلي ولسمشر محمد مورسي باندې یې د پوځي کودتا مشري کوله.
ټولټال، د رپوټونو پر بنسټ تر ۸۰۰ کسانو ډېر قاهرې، الکساندریه، سوز او د مصر نورو ښارونو کې امنیتي ځواکونو سره په هغو نښتو کې ووژل شول چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ او حسني مبارک يې استعفا ته مجبور کړ.