BBC
 شاته

کرېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره کړ

Image caption د نن ورځې لوبه د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې وه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په ۴۸ اور کې د ایرلنډ لوبډلې ۲۳۰ هدف پوره کړ او د پنځوس اوره سیالیو لړۍ یې وګټله.

لوبه د افغان لوبډلې په کوربتوب د نوی ډېلي په ګریټن وایډا لوبغاړي کې د تېرو سیالیو په څېر سهار مهال پیل شوه.

پچه ایرلنډ لوبډلې وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره یې په ۴۸ اور کې افغان سیالانو ته ۲۳۰ منډې هدف وټاکه.

* کرېکټ: اوس باید څه وشي؟

* محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

* د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

افغان لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اور کې ټاکلی هدف پوره او د دې لوبو لړۍ یې په خپل نوم کړه.

د افغانستان او ایرالنډ ترمنځ د پنځوس اوره سیالیو لومړنۍ دوه لوبې افغان او دریمه او څلورمه لوبه ایرلنډ ګټلې وې، ځکه وروستۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې وه.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د وروستۍ سیالۍ نندارې ته د افغان اجراییه رییس عبدالله عبدالله سربېره د ولسي جرګې ځینې غړي هم ورغلي وو.

د کوربه هېواد هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم د دې سیالۍ ننداره کوله.

د راشد خان پنځوس ویکټې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نننۍ لوبه کې راشد خان څلور ویکټې واخیستې او په دې سره یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ ویکټې پوره کړې.

په افغان لوبغاړو کې راشد خان د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او په دې سره راشد خان نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ وېکټې هم پوره کړې.

نورو دوو لوبغاړو فرید احمد او دولت ځدراڼ هم په ترتیب سره د سیالې بولډلې درې او دوه لوبغاړي وسوځول.

* د کرېکټ بریا او پرمختګ په پار څو خبرې

* افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

* افغانستان له ايرلنډه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

د افغان لوبډلې لپاره د رحمت شاه منډې هم مهمې وي، ځکه نوموړي د ۱۰۸منډو په جوړولو سره د سیالې لوبډلې په ماتولو کې ډېر رول درلود.

له نوموړي سره سمیع الله شینواري د ۶۲ منډو په جوړولو هم د توپونو په لوبولو کې ښه ملګرتیا وکړه.

کرېکټ نړیواله شورا کې د افغان لوبډلې د پرمختګ هیلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رحمت شاه ۱۰۸ منډو د افغان لوبډلې بری باوري کړ.

افغانستان له پنځوس اوره سیالیو مخکې له ایرلنډ لوبډلې سره د شل اوره لوبو درې سیالۍ هم لرلې.

افغان کریکټ ملي لوبډلې نه یواځې د شل اوره سیالیو ټولې لوبې وګټلې، بلکې په هغو اتلولیو کې یې مختلف ریکارډونه هم جوړ کړل.

* شاهد اپریدي افغان کرېکټ لوبډله ستایلې

* کرېکټ: افغان ملي لوبډلې 'صحرا کپ' وګاټه

د افغان لوبډلې له دې بریاوو سره سره ایرلنډی لوبغاړي پي ار سټرلېنګ د روانو کرکېټ سیالیو د لوبغاړي ویاړ وګاټه.

د کرېکټ په دویمه درجه هېوادونو کې ایرلنډ لوبډله د افغان لوبډلې تر ټولو ځواکمنه سیاله بلل کېده، خو په دغو پنځوس اوره ترې مخکې او شل اوره سیالیو کې پرلپسې ماتو ته په کتو سره ښايي اوس د کرېکټ نړیوالې شورا فکر هم بدل شي او افغان لوبډله تر ایرلنډ لوبډلې غوره وګڼي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایرلنډی لوبغاړي سټرلېنګ د دې سیالیو غوره لوبغاړي شو.