BBC
 شاته

"پاکستان د نړیوال فشار له امله طالبان د سولې خبرو ته هڅوي"

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق .
Image caption په دې خبرو کې د قطر دفتر استازو هم برخه لرله.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د طالبانو او د پاکستاني چارواکو ترمنځ د کتنې په اړه رپوټ کې وايي، چې پاکستاني چارواکي تیره اونۍ په اسلام اباد کې د اوو طالب مشرانو کوربانه وو.

په رپوټ کې د اسیو شیټیډ پرېس د معلوماتو له مخې ویل شوي چې په دې کتنه کې افغان طالبان د سولې خبرو ته هڅول شوي او دا کتنه داسې وخت ترسره کېږي چې په پام کې ده په راتلونکې اپریل میاشت کې په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان تر نړیوال فشار لاندې ده چې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

ورځپاڼه زیاتوي دغه معلومات دوو طالب مشرانو چې د خبرو په اړه یې معلومات لرل اسیوشیټیډ خبري اژانس ته ورکړي خو په دې شرط چې نوم یې په ډاګه نه شي ځکه ورځپاڼه زیاتوي دوی د پاکستاني چارواکو له غچ اخستلو وېرېږي.

نیویارک ټایمز:

بله امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز رپوټ ور کوي، چې امریکا د مسکو په غونډه کې برخه نه اخلي ځکه د ورځپاڼې د رپوټ له مخې یوه امریکايي چارواکي ورته ویلي چې له وړاندې په دې اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې او دوی نه پوهیږي چې له دې غونډې د روسيې هدف څه دی.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویلي، د سیمې هېوادونه باید پر طالبانو فشار زیات کړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مسکو خبرو کې د امریکا د نه ګډون دریځ په داسې مهال ده چې امریکايي پوځي چارواکو یو ځل بیا روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.

ټیلیګراف:

برتانوۍ ورځپاڼې ټیلیګراف د لندن د وړمې ورځې برید په اړه یوه رپوټ کې د پارلمان د هغې غړې د خاوند خبرې را اخستي چې د یوه سخت دریځي له خوا ووژل شوه.

هغه ویلي، لکه څنګه چې د ده د میرمنې وژونکي د یورک شایر سیمې د خلکو استازیتوب نه کاوه نو دغه راز دغه کس چې پارلمان ته نږدې یې برید وکړ د برتانوي مسلمانو استازيتوب نه کوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د هند د ولسمشر پرناب موکرجي هغه څرګندونې را اخستې چې ویلي یې دي هېواد یې له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي.

د پاکستان د ملي ورځي په مناسبت په یوه ټویټر پيغام کې ښاغلي موکرجي ویلي هند ژمن دی چې له پاکستان سره له تاوترخیوالي او ترهګرۍ په یوه پاک چاپیریال کې ښه اړیکي ولري.

ورځپاڼه زیاتوي چې دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه رامخې ته کیږي چې په اسلام اباد کې د سند حوضې کمشنرانو په اسلام اباد کې سره وکتل. د هند په اوړي کې تر برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته را غلې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند ولسمشر د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت دا خبرې کړې دي.