شاته

پاکستاني مقاماتو له طالب مشرانو سره لیدلي دي

پاکستاني مقاماتو د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو په موخه په اسلام آباد کې د یو شمیر طالب مشرانو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.

د اسوشیټیډ خبري آژانس د دوو طالب مشرانو په حواله خبر ورکړی چې طالبانو پدې غونډې کې خپلې غوښتنې مطرح کړي دي. دغو طالب چارواکو د پاکستاني مقاماتو څخه د ویرې له کبله غوښتي چې نومونه یې افشا نه شي.

د اسلام آباد په غونډې کې د طالبانو د غوښتنو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

نړیوالو قدرتونو د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو د حاضرولو په هدف پاکستاني مقامات تر سخت فشار لاندې نیولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت تر ختمېدو وروسته، یو ډیر شمیر وسله وال په پاکستان کې امن پناه ځایونه جوړ کړي دي.

د مسکو غونډې ته طالبان نه رابلل کیږي

په اسلام آباد کې د طالبانو او پاکستاني مقاماتو د لیدنې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، افغان چارواکي وايي چې د روسیې لخوا جوړیدونکې غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ورکول کیږي.

په پام کې ده چې د اپریل په میاشت کې د روسیې په کوربتوب د مسکو په ښار کې د پاکستان، چین او یو شمیر نورو هېوادونو په ګډون یوه غونډه جوړه شي. دغې غونډې ته افغان استازي هم رابلل شوي دي.

د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس سلاکار، محمد حنیف اتمر آزادي راډیو ته وویل چې روسیه او افغانستان په را روانه غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو په حضور کې د افغانستان د سولې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر موضوع بحث کوي.

اتمر وویل: "په هغه غونډه کې چې اپریل میاشت کې په مسکو کې جوړېږي او په کې ۱۲ هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې طالبانو ته په کې بلنه نه‎ده ورکړل شوې. دا مهمه ناسته د دولتونو ترمنځ ده او دولتونه د یادو شرایطو او د سولې په اړه د روسیې او افغانستان د ګډ دریځ په اړه بحث کوي."

اتمر تیره اونۍ مسکو ته د خپل سفر په جریان کې وویل چې افغانستان روسیه خپل مهم سیمه ییز متحد بولي او د ګډ سیمه ییز ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دغه هېواد همکاري ارزښتمن بولي.

پر طالبانو د روسیې نفوذ

په اروپا کې یو لوي امریکايي پوځي مقام ویلي چې روسیه پر طالبانو نفوذ لري.

په اروپا کې د مشترکو قواوو عمومي قوماندان، جنرال کورتیس سکاپاروتي، د امریکا د سنا مجلس په یوې استعماعیه غونډې کې ویلي چې: "ما د تنظیم او حتي طالبانو ته د اکمالاتو په رسولو کې د روسیې نفوذ لیدلی دی."

جنرال سکاپاروتي نه دي ویلي چې روسیه طالبانو ته څه ډول اکمالات رسوي.

روسیه د افغانستان په روانې جګړې کې د امریکا پر رول نیوکه کوي. شوروي اتحاد په افغانستان کې په ۱۹۸۰ کلونو کې خونړۍ جګړې تجربه کړې دي.

روسي مقامات له طالبانو سره ددغه هېواد مرسته نه مني او ادعا کوي چې له طالبانو سره یې محدودې اړیکې ددې لپاره دي چې وسله وال د سولې خبرو ته حاضر کړي.