شاته

د نوي تعلیمي کال پیل او له ښوونځیو د ۳.۷ میلیونو افغان ماشومانو بهر پاتې کیدل

نن په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې په دغه هیواد کې له ښوونځیو د سلګونو زرونو ماشومانو پر بهر پاتي کیدو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

نن د کابل په اماني لیسه کې له ژمنیو رخصتیو وروسته نوی ښوونیز کال په یوه لویه غونډه کې چې په کې لوړ پوړو حکومتي چارواکو ګډون کړی وو، پداسې حال کې پيل شو، چې په افغانستان کې د سیف اف چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ ادارې ارزونې ښيي، چې په سږني کال کې به له څلور سوو زرو زیات یا په یوه ورځ کې ۱۱۰۰ نور زده کوونکي هم د بې ثباتۍ او له بهر څخه په زور د مهاجرو ماشومانو د راستنیدلو له امله له ښوونځیو بهر پاتې شي.

د سیف اف چلډرن ادارې په یو بیان کې چې په افغانستان کې یې د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت نن د پنجشنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په دغه هیواد کې۳.۷ میلونه ماشومان له وړاندې ښوونځیو ته نشي تللی او هغوی د درنواو سختو کارونو، د وسله والو ډلو له خوا په خپلو لیکو کې د ګمارلو، قاچاق، له وخت وړاندې ودونو او د خپلو حقونو څخه د تیري له نورو ډولونو سره مخ دي.

دا اداره وایی چې په افغانستان کې په درېیو کې یو ماشوم ښوونځي ته له تګ څخه محروم دی.

په افغانستان کې د سیف اف چلډرن یا د ماشومانو د ملاټړ د افغانستان د دفتر رئیسې میرمن انا ماریا لاکسن،په یو بیان کې ویلي" نن د ژمي له رخصتیو وروسته ښوونځیو ته د ماشومانو د ستنیدلو له املهپه ټول افغانستان کې د ماشومانو لپاره یوه ښه او خوشالهورځ ده. خو دا ورځ د هغو ماشومانو لپاره چې له ښوونځیو بهر دي او زده کړو ته لاس رسی نه لري او لا هم د خپلې بقا لپاره په مبارزه بوخت دي یوه غمژنه او ناهیلې ورځ ده".

سیف اف چلډرن اداره وایي، چې په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د شړلو بحران هغه وخت زور واخیست چې ۶۱۰۰۰۰ افغان مهاجر افغانستان ته راستانه کړی شول. دا اداره وایي، سږکال کیدای شي تر یو میلیون پورې نور افغان مهاجر له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شي.

د دغې نړیوالې ادارې د وینا له مخې له نیمایي څخه زیاتراستانه شوي افغان مهاجر ماشومان له ښوونځیو څخه بهر پاتې دي او اوس د سړک پر سر په کارونو بوخت دي.
سیف د چلډرن دا اندېښنه په داسې حال کې ښيي، چې د افغانستانپوهنې وزیراسدالله حنیف بلخي وايي، سږ کال به یې وزارت په دېوتوانیږي چې یو ملیون نوي زده کوونکي چې ۴۳ په سلو کې به یې انجونې وي ښوونځیو ته جذب کړي

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي په اماني لیسه کې دښوونیز کال د پرانیستې مراسمو ته وویل دم ګړۍ ۹.۲ میلیونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، چې ۳۹ په سلو کې یې انجونې دي.

ښاغلي بلخي وویل" دوه سوه زره ښوونکي چې دري دیرش په سلو کې یې ښځینه معلمانې دي په تدریس بوخت دي".

خو بلخي وايي په سږني کال کې د ښوونې او روزنې په مخ کې خنډونه او ستونزې هم شته، هغه وویل ۴۸ په سلو کې ښوونځي تعمیرونو ته اړتیا لري، د ناامنیو له امله لا هم یو شمېر ښوونځي تړلي دي

د سږني کال د ښوونځي زنګ د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وکړنګوه او خپله ولسمشر غني په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډون نه و کړی.