ملګري ملتونه: د شمالي کوریا ۴۰ سلنه وګړي خوارځواکه دي
په رپوټ کې دا خبره هم شوې چې د شمالي کوریا ډېری وګړي نظافتي-روغتيايي خدمتونو یا په بل ډول د چټلو اوبو منظم ښاري سیستم ته لاسرسی نه لري چې له امله یې د نسناستي او د سږو د پړسوب ناروغۍ رامنځته کېږي.
یادې ناروغۍ د دغه هېواد له پنځه کلنۍ د کم عمره ماشومانو د مړینې له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.
د شمالي کوریا د وروستي توغندي ازموینه ناکامه وه
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې کښل شوي: " د سیاسي لانجو کونجو له امله، اټکل دا دی چې د کوریا په شمالي خلق جمهوریت کې ۱۸ میلیونه انسانان خوراکي توکو او لومړنیو خدمتونو ته له نه لاسرسي کړېږي.
شمالي کوریا ټولټال ۲۵ میلیونه وګړي لري، چې تر نیمايي لږ څه کم یې وږي دي.
د یاد رپوټ د شمېرو له مخې، د شمالي کوریا ۱۰.۵ میلیونه وګړي خوارځواکه دي چې دا یې د ټولو وګړو ۴۱ سلنه جوړوي .
انګېرنه دا ده چې په شمالي کوریا کې د ۱۹۹۰ کال د پراخې قحطۍ له امله سلګونه زره کسان وژل شوي دي، خو په رپوټ کې ویل شوي چې د بشري مرستو له امله اوس وضعیت تر پخوا ښه دی.
په ورته وخت کې د شمالي کوریا له درېوو د دوه برخو وکړو ژوند په دولتي خوړو تړلی دی. د ملګرو ملتونو رپوټ ښيي چې د وېشل کېدونکو دولتي خوړو اندازه هم کمه شوې ده. د رپوټ له مخې، په لومړیو کې هر وګړي ته ۳۸۰ ګرامه حبوبات او کچالو ور کول کېدل، خو په وروستیو میاشتو کې یې اندازه ۳۰۰ ګرامه ته راټيټه شوه.
د ملګرو ملتونو رپوټ وايي، که څه هم د کال له پيله تر اخره د خوراکي توکو په کمیت کې ادلون بدلون عامه خبره ده، خو په ټوله کې ور کول کېدونکي خوراکي توکي تر هغې اندازې کابو نیمايي کم دي چې دولت یې خبره کوي.
د رسمي شمېرو له مخې، دولت باید هر وګړي ته د ورځې ۵۷۳ ګرامه خوراکي توکي ور کړي.
بریتانویانو څنګه یو میلیون هندیان پرېښودل چې له لوږې مړه شي
شمالي کوریا 'پیاوړی توغندیز ماشین ازمویلی'
شمالي کوریا د خپلو اټومي او توغندیزو ازموینو له امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر سختو بندیزونه لاندې ده.
یاد رپوټ وايي، نړیوالو بندیزو د شمالي کوریا اړمنو ته د بشري مرستو او وسایلو د رسولو چاره اغېزمنه کړې. ملګرو ملتونو وايي، په شمالي کوریا کې د اړمنو د لاسنیوي په پار د ډاډ وړ بېړنیو مالي مرستو ته اړتیا ده.