BBC
 شاته

بلوچستان: نامعلومو وسله والو د پوهنې دوه کارکونکي په ډزو وژلي

Image copyright

د بلوچستان ایالت اواران سیمه کې د نامعلومو کسانو ډزو کې د پوهنې دوه کار کونکي وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه موشکي سیمه کې شوې، چې وسله والو یو متقاعد ښوونکي په ډزو وواژه. رپوټونه وايي نامعلوم وسله وال د ښوونکي رحمت الله کور ته ننوتي او هغه یې په ډزو وژلی دی.

له دې مخکې یوه بېله پېښه کې وسله والو په نوکجو سیمه کې د پاکستان پوهنې وزارت یو کارکونکی محمد سلیم شاهواني په ډزو وواژه.

دغه پېښه کې هم وسله وال د شاهواني کور ته ننوتي او نوموړی یې په ډزو وژلی دی. چارواکي وايي د دواړو پېښو په اړه یې څېړنه پیل کړې، خو تر اوسه د دغو وژنو لامل معلوم نه دی.

اواران د بلوچستانو له ناامنو سیمو شمېرل کېږي، چې د وسله والو فعالیتونه په کې روان دي.

دغه سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه چاڼیز عملیات کوي.

اوران کې نه یوازې د هدفي وژنو پېښې کېږي، بلکې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونه هم بریدونه کېږي. بل لور ته چارواکي ادعا کوي، چې د اوران په ګډون د صوبې بېلو سیمو کې اوس تر یوه برید امنیتي حالت ښه شوی دی.