BBC
 شاته

له پاکستانه سلګونه ستانه شوي افغان کډوال کابل ته رسېدلي

Image caption ستنېدونکو کډوالو ته د یوه انداز مالي مرستې تر څنګ یوه نومره ځمکه هم ورکول کېږي

سلګونه افغان کډوال له پاکستانه د افغان پلازمېنې کابل څرخي پله سیمې ته شپې مهال رسېدلي دي. د بي بي سي خبریاله نجما ځلا په خپل رپوټ کې کاږي، چې د ګهیځ په اته بجې یو شمېر دغه کډوال له موټرو کوز شوي وو، خو ځینې نور لا هم په ګاډو کې نوم لیکنې ته منتظر ناست وو.

ستنو شویو کډوالو ته په دې شرط یوه اندازه مالي مرسته ورکول کېږي، چې د ملګرو ملتونو کډوالو کمشنرۍ کارتونه ولري.

هرې ستنې شوې کورنۍ ته د مالي مرستې تر څنګ یوه نومره ځمکه هم ورکوله کېږي.

د پنډغالي مسولان ستنو شویو کډوالو ته د اسنادو له کتلو وروسته په افغانستان کې د ناچاودیدلو توکیو په اړه د احتیاط کولو روزنه هم ورکوي.

Image caption د کډوالو نومونو له ثبتولو وروسته د ماینونو په اړه د احتیاطي تدبیرونو روزنه ورکول کېږي

یو کډوال هزارګل چې ۳۰ کاله وروسته له خپلې کورنۍ سره هېواد ته ستون شوی وايي ژمنه ورسره شوې، چې په خپل ولایت بلخ کې به یوه نومره ځمکه ورکوله کېږي او دغه راز به یې د کورنۍ هر غړي سره ۴۱۰ ډالره مالي مرسته کېږي.

هزارګل وايي د پاکستاني پولیسو د سخت چلند له کبله اړ شو، چې پاکستان پرېږدي. په تېر کې څو ځله پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځول شوه، خو دا ځل دغه موده د ۲۰۱۶ کال تر پایه ټاکله شوې ده، چې هېواد ته د ډېری کډوالو ستنېدو لامل بلل کېږي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو د چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرئت بي بي سي ته وویل په خپله خوښه هېواد ته د ستنېدونکو شمېر ډېر شوی دی.

'' تېرو اونیو کې د ستنېدونکو شمېر ډېر شوی او دا موږ ته هیله راکوي، چې افغان کډوال غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.په تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه نژدې ۳۰ زره کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.''

Image copyright AP

د سږ کال له پیله تر اوسه نژدې ۲۵۰ زره کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي اړیکو ترینګلتیا تل د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او ټولنیز اړیکي اغیزمن کړي دي.

تېر کې داسې هم کېده، چې یو شمېر افغان کډوال به دوبي کې افغانستان ته تله او په ژمي کې به بېرته پاکستان ته ستنېدل، خو تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته اوس هېڅوک له پاسپورټ پرته پاکستان ته نه پرېښودل کېږي او له دې سره هم افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی دی.