BBC
 شاته

د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت پاموړ لوړ شوی

Image caption په کابل ښار کې د شهزاده سرای

په کابل ښار کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنه وايي، په سوېلي ولایتونو کې پر کلدارې په بندیز لګېدلو پسې د ډالر او کلدارې په مقابل کې د افغانۍ ارزښت بې مخینې زیات کړی دی.

د سې شنبې په ورځ یو ډالر نژدې ۶۸ افغانۍ و، خو په چارشنبې نژدې ۶۴ افغانۍ ته راټیټ شوی و.

په نژدې تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په ځینو جنوبي ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلداره په بندیز لګېدلو پسې د افغانۍ ارزښت په څرګند ډول پورته شوی دی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مشر حاجي خان محمد باز بي بي سي ته وویل، چې په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې په پر کلداره په بندیز لګېدلو سره د افغانۍ ارزښت زیات شو:

''پنځه شپږ ورځې مخکې یو ډالر اته شپېته افغانۍ و، خو اوس یو ډالر څلور شپېته پنځوس پیسې دی، د ډالرو په مقابل کې چې افغانۍ ښه شي د ټولو اسعارو په مقابل کې ښه شي. اوس زر کلدارې په شپږ سوه افغانۍ تبادله کیږي. څو ورځې مخکې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق خان اعلان وکړ چې په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې به نور کلداره نه چلیږي، نو په دې سره افغانۍ اوچته شوه.''

Image caption د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مشر حاجي خان محمد باز بي بي سي ته وویل، چې په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې په پر کلداره په بندیز لګېدلو سره د افغانۍ ارزښت زیات شو:

په ورته مهال د کندهار د بهرنیو اسعارو د تبادلې د مرکز مشر قندي اغا وایي، په دغه ولایت کې افغان چارواکو خلکو ته لس ورځې وخت ور کړی چې د بهرنیو اسعارو پر ځای افغانۍ وکاروي، ځکه افغانۍ پورته شوې ده:

''خلک کلدارې راوړي او افغانۍ اخلي، په دې دلیل د افغانۍ ارزښت اوچت شو، سهار په مارکېټ کې زر افغانۍ اتلس سوه کلدارې کېدلې او یو ډالر په دوه شپېته افغانۍ و، خو پرون زر افغانۍ شپاړس سوه شپېته کلدارې کېدلې او یو ډالر پر شپږ شپېته افغانۍ پنځوس پیسې تبادله کېده، ولس چې څومره پر کلداره را کړه ور کړه پرېږدي، نو د افغانۍ ارزښت به نور هم لوړ شي.''

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور هم بي بي سي ته وویل، چې په وروستیو کې د افغانۍ د پېرلو غوښتنه زیاته شوې، ځکه یې ارزښت اوچت شوی دی:

''ډېری افغانان هڅه کوي چې په مارکېټ کې په افغانۍ را کړه ور کړه وکړي، ځکه افغانۍ ډېره لوړه شوې او څومره چې په مارکېټ کې د ملي پیسو غوښتنه ډېریږي، نو د نورو بهرنیو اسعارو بیه هغومره ټیټیږي، موږ هیله من یو چې دا بهیر دوام ولري او افغانۍ ثبات پیدا کړي.''

Image caption د کابل په میوند جاده او منډيي کې د خوراکي توکو ځینې پلورونکي هم وايي، چې د افغانۍ په پورته کېدلو سره یې د توکو بیې ټيټې کړې دي:

د افغانۍ ناڅاپي پورته کېدلو صرافان هم اغېزمن کړي، خو وايي، د افغان ولس د ګټو په خاطر دا تاوان په سر سترګو مني، اما له چارواکو غواړي چې د خوراکي توکو بیې هم ټیټې کړي:

''قاري محمود مې نوم دی، د شهزاده سرای صراف یم، په کندهار او نورو ځایونو کې چې کلداره بنده شوه افغانۍ اوچته شوه، ځکه نن هر صراف تاواني دی، هر یو ته شل زره، دېرش زره، پنځوس زره، یو لک افغان تاوان رسېدلی دی، زه پخپله شل زره افغانۍ تاواني شوی یم، خو پکار ده، چې افغان دولت نرخونه هم ارزانه کړي. کوم تاوان چې را رسېدلی دا به موږ زغموو باید د خلکو لپاره قرباني ورکړو.''

د کابل په میوند جاده او منډيي کې د خوراکي توکو ځینې پلورونکي هم وايي، چې د افغانۍ په پورته کېدلو سره یې د توکو بیې ټيټې کړې دي:

''زه قادرشاه یم، په میوند جاده کې د خوراکي توکو دوکان لرم، د افغانۍ په پورته کېدلو سره ډېر نرخونه ارځانه شول، اوس یو کارټن سیګرټ پنځه سوه افغانۍ ارځانه شوی دی، پخوا مې یو کیلو وریځې دېرش افغانۍ ور کولې، نن مې په پنځویشت افغانۍ ور کړې. په بوجۍ کې دوه نیم سوه افغانۍ فرق راغلی دی.''

''زه عبدالملوک یم، په منډيي کې دوکاندار یم، ډالر چې ارزانه شي د توکو نرخ کمیږي، چې ډالر ارزانه شي موږ مال په کمه بیه خرڅوو اوس چې ډالر ارزان شوی، که پخوا مو که یو پاکټ چاکلیټ پر یو سل څلوېښت افغانۍ پلورل نن یې په یو سل شل افغانۍ پلورو. که دا ډالر له بازار ورک شي او ټول پېر او پلور په افغانۍ شي، لا به د افغانۍ بیه اوچته شي.''

خو لا هم داسې دوکاندران شته چې د خوراکي توکو بیو کمولو ته زړه نازړه دي او وايي، چې ډېر ژر په دې هکله پرېکړه نشي کولی.