BBC
 شاته

په اورزګان کې د افغان پوځ ۱۵ سرتېري وژل شوي

اورزګان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترینکوت خلک اورزګان ولایت کې د ناامنیو له امله ښار ته د خوراکي توکو په رسولو کې هم ستونزې لري.

د افغانستان له اورزګان ولایته یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بی سي پښتو ته وویل د صمد په نوم د ملي اردو پر قرارګاه طالبانو له تېرې شپې راهیسې ډله بیریدونه پیل کړي وو.

د سرچینې په وینا په دغه قرارګاه کې د ملي پوځ ۲۷ سرتیري مېشت ول چې ۱۵ یې وژل شوي، درې یې ژوندي ورک دي او پاتې نور ټپیان دي.

-د ترینکوټ شاوخوا جګړه روانه ده-

ویډیو د اروزګان امنيتي حالت

د پوځ دا قرارګاه له مرکز ترینکوټه یوازې څلور کیلومتره لېرې په خرما سیمه کې پرته ده.

سرچینه وايي دا سیمه له تېرو اتو میاشتو راهیسې طالبانو کلا بنده کړې وه او ټول اکمالات یې د هوا له لارې کېدل.

د اورزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب هم بي بي سي ته پر دغه قرار ګاه د طالبانو د تېرې شپې برید مني خو وايي د مرګ ژوبلې شمېر دومره لوړ نه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اورزګان ولایت له کلونو راهیسې ناارامه دی او طالبان پر مرکز ترینکوت کلک بریدوه ترسره کوي.

ښاغلی نایاب زیاتوي د تېرې شپې د طالبانو په برید کې د افغان پوځ درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، سیمې ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او اوس قرارګاه د دولتي ځواکونو په لاس کې ده.

که څه هم نوموړي طالبانو ته دمرګ ژوبلې په اړه کره شمېره ونه ویله خو وايي طالبانو ته یې ډېره مرګه ژوبله اړولې ده.

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې اته افغان پولیس وژل شوي

د روزګان امنیه قومندان او امنیت امر له دندې ګوښه شوي دي

طالبانو د دې قراره ګاه د نیولو ادعا کړې او د پوځ سرتیرو ته یې د ډېرې مرګ ژوبلې خبره کړې.

اورزګان کې تیر کال لسګونه پوستې پرته له جګړې طالبانو ته پرېښودل شوې وې.

دغه ولایت د افغانستان له نا امنه ولایتونو بلل کېږي.