"د لارې بندېدل پاکستان ته هره ورځ نږدې درې نیم میلیون ډالره تاوان رسوي"
ایکسپرېس ټريبيون:
پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپرېس ټريبيون له افغانستان سره د لارو تړل کېدو پر اغېز د پاکستان سوداگرۍ خونې د ميوې صادراتو څانکې له مشر سره خبرې کړې دي.
احمد جواد ورځپاڼې ته ويلي د لارې بندېدا منځنۍ اسيا او افغانستان ته د مالټو پر صادراتو خورا ناوړه اغېز کړى.
نوموړى وايي ټاکلې وه سږکال ٣٥٠ ټنه مالټه افغانستان او منځنۍ اسيا ته صادره شي چې داسې ونه شول.
ورځپاڼه وايي د لارې تړل کېدو له امله هره ورځ دواړو غاړو ته څلور ميليون ډالر زيان اوړي چې ٨٠ سلنه يې د پاکستاني سوداگرو دی.
ورځپاڼه وايي وار له مخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداگرۍ کلنۍ کچه د دواړو هېوادونو د خپلمنځي ترينگلو اړيکو له امله له دونيم ميليارډ ډالرو نژدې څه د پاسه يو ميليارډ ډالرو ته پرېوتې.
ورځپاڼه زياتوي چې په منځنۍ کچه هره ورځ ٥٠٠ لارۍ افغانستان ته اوښتې چې له هرې يوې پاکستان ١٠٠٠٠ کلدارې ترلاسه کولې او د دې سربېره ملي او ځايي سوداگرو او د پاکستان ترانسپورټ صنعت ته درن مالي زيان اوښتی دی.
واشنگټن پوسټ:
امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو ناقانونه کډوالو حالت ته کتنه کړې او وايي دغه کډوال د پاکستان په څېر په خپل هېواد کې هم په يوه ډول نامنل شوي پاتې کېږي.
ورځپاڼه زياتوي په خپلو کليو کې د دوى سم هرکلى نه کېږي او د خيمو لاندې ژوند کوي.
ورځپاڼې د حکيم خان په نامه افغانستان ته د ستانه شوي ٥٥ کلن کډوال خبرې راخيستې چې وايي "دلته له دوړو پرته بل څه نشته."
د ورځپاڼې په وينا د حکيم خان په څېر له سلگونو کډوالو سره ژمنه شوې وه چې د يوې غونډۍ په لمن کې به له لگښت پرته ورته استوگنځي جوړ شي خو له اوو مياشتو وروسته اوس ايله دوى ته نمرې ځانگړې شوې، دا ځکه چې د هغې ځمکې د ملکيت پر سر ناندرۍ وې.
بې روزگاري او د استوگنځيو نشتوالى د دغو کډوالو په وړاندې پرتې لويې ستونزې په گوته شوي.
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز د يوه هندي وگړي کيسه راخيستې چې صدام حسين نومېږي او د نامه له امله ځوک ورته دنده نه ورکوي.
د تامېل ناډو ايالت دغه اوسېدونکى سمندري انجنير دى خو شرکتونو يې ٤٠ ځله د کارغوښتنليک رد کړى.
صدام حسين وايي ټولگيوال يې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي خو دى چې د پوهنتون په ازموينه کې يې دويم ځاى خپل کړى و له ٢٠١٤ م کال راهيسې دنده نه ده موندلې.
نوموړي اوس د خپل نوم د بدلولو لپاره محکمې ته تللى او ټاکل شوې محکمه يې قضيه د مې پر پنځمې نېټې واوري.