پښتنو ته د "خپل نیکه" پکتا وینا
څوک چې د ټولنې له ناخوالو تنګ شي، غره ته مخه کړي. پېغمبر محمد رسول الله، موسی کلیم الله او نورو هم دا سې کړي، په راز او نیاز کې پاک الله پرې پېغمبري لورولې او د خلکو د ژغورلو ویاړ یې ور په برخه کړی.
دغه ډول لاروی هم چې د پښتنو له ستونزو ځورېږي، غره ته ځي او د ژغورنې هیله یې کوي. یوه ورځ له غره د کوزېدلو پر مهال له پکتا( د پښتنو نیکه) سره مخ او بیا د هغه پیغام رسوونکی شي.
دا پیغام (د پکتا وینا) په نوم کتاب کې راغلی، چې ۱۹۷ مخونه لري، پښتونخوا مېشتي لیکوال بشیر احمد خان مټه کښلی او وايي، چې په ژوند کې پر ښه بد پوی شو، نو د پښتنو د کړاو پر اوږده توره شپه هم خبر شو، ځکه یې ډېر وخت د داسې کتاب د لیکلو هڅه کوله، خو هغه کلیمې یې نه موندلې، چې د دې پیغام رسولو جوګه وي.
* ميا افتخار حسين: پښتانه ټول افغانان دي
بالاخره د دې پیغام رسولو لپاره یې د لاروي په نوم کرکټر ټاکلی، یو سهار د غره لمن ته کوزېږي، چې پښانه ترې تاو شي، نو ورته وايي، د خپل نیکه پیغام یې ورته راوړی خلک ورته غوږ وي، ځکه د لیکوال په خبره: "د هغه(لاروي) غږ وو دروند، د هغه د خولې ټکي وو روان او د اورېدونکو په زړونو داسې لګېدل لکه غټ څاڅکي د پسرلي د باران چې ولګي په وچو للمو چې تږې وي د مودو".
د پکتا له نظره اوسنۍ پښتنه ټولنه
لاروی شاوخوا خلکو ته وايي، چې د پښتنو له تېر برم خبر شو، روغ لېونی شو، هره خوا تلو درد یې نه دوا کېده، خو د خدای کارونه و یو سوړ مازیګری له نښتر پوښلي غره کوزېده، په سپین اس سپور سړی ور سره مخ شو چې سپین کالي یې په تن او سپین پټکی یې پر سر و" دی څښتن د لوی جلال ، لرونکی په تندی ستوری د لویي، خاوند د لویې برخې، ښکلا او دروندوالي، چې پېښېږي په ټولنو کې د ادم کله کله".
دا سړی له لاروي ورکېږي، خو یوه شپه یې د پښو پر ښکالو ویښېږي او و رته وايي پکتا( د پښتنو نیکه) دی او د خپل پیغام رسولو وړ یې بولي.
*له نصاب ولې پښتانه مشران لرې شول؟
پکتا له لاروي سره په خبرو کې پښتنه ټولنه د یو نیم ژوانده بوټي غوندې بولي، چې نه وچېږي او نه سمسورېږي.
پکتا هغه دولت غوره بولي چې یوه ټولنه لري او وايي، که یو هېواد کې دوه یا څو ټولنې وي، اکثریت ټولنه به د نورو د زوال هڅه کوي، په دغسې حالت کې لرلاسې ټولنه له پرمختګ پاتې وي، تاریخي ویاړونه ترې هېرول کېږي، ان دې ته اړ کېږي چې خپله ژبه پرېږدي او خپله جامه وا نه غونځي.
د پښتنو د زوال درې لاملونه
لاروی د پکتا له خولې وايي، لومړیو کې پښتانه پښتانه و، خېلونه او قومونه نه وو، خو چې قبیلې شوې، قبیله تر قوم غوره وبلل شوه، نو د پښتنو زوال هم پیل شو، ځکه له پښتنو غواړي چې پر پښتونولۍ سره ټول شي.
پکتا د امو او اباسین ترمنځ خاوره پښتونخوا بولي او وايي، چې له اباسین پورې غاړه هند دی. یرغلګرو یې د نیولو لپاره پښتونخوا هم بیا بیا تر پښو لاندې او پښتنه ټولنه ېی له زوال سره مخ کړه.
* د پاکستان پښتانه په پښتو زده کړې غواړي
پکتا پر خپلو هغو زامنو هم افسوس ښودلی چې هند ته لاړل او د پښتونخوا د ابادۍ او پرمختګ پر ځای یې د هند دښتې ښېرازه کړې.
پکتا سمندر د ښېرازۍ لامل بولي او وايي که هر ډول وي پښتانه باید سمندر ته لار ومومي او له پښتنو غواړي چې پر په خپل همت برخلیک بدل کړي سره یو شي او نوی ښار د پکتا په نوم جوړ کړي، چې پکې راتلونکي نسلونه د نورو ازادو ټولنو په څېر ژوند وکړي او تېر برم ژوندی کړي.
د پکتا د خبرو څرنګوالی
د پکتا وینا ځانګړی روایت لري، لوستونکی له ریښتینې نړۍ بېلوي او یوې نوې دنیاګۍ ته یې بولي. متن یې تر ډېره د شعر او نثر ترمنځ لوبیږي، نوي انځورونه، تشبیه او استعارې پکې ډېرې دي، خو املايي ستونزې لري، لکه پنځه ډوله (ی) پکې مراعت شوې نه ده، (څ) هم تر ډېره (س) کښل شوې، مګر د کتاب نورې ځانګړې پر دغو نیمګړتیاوو پرده اچوي.
د پکتا خبرې هم د یو عادي انسان نه وي، د ساري په ډول لاروي ته وايي: "ای زما زویه، زه وینم ستا زړه څرګند لکه اوبه سپینې په کنډول کې د سپینو زرو. ای لېونیه میئنه د پکتا د نوم او شان. ای ارمانجنه په توره اوږده شپه کې د روښانه سحر خندان. ای ارماني د بیا را پاڅولو د دنیاګانو ښخو شوو، ما ته ولیدې جوګه د اورېدلو او خورولو د یوې نازېږېدلې سندرې".
په دې کتاب کې د انسان او طبیعت تر منځ تړاو ته ډېره پاملرنه شوې. او د پېړیو اوږد دا ګډ مزل یې په ښکلو الفاظو انځور کړی.
په خواله رسنیو کې د پکتا وینا ډېر هرکلی شوی او ځینې کارونو یې ویناوې ټکي په ټکي خپرې کړې دي. لکه فیسبوک کارن هارون خان دا مطلب تر راخیستی.
'تر ټولو لوی او اوچت قانون یا ټولنیز تړون یا ټولنیزه تړه' په یوه څانګړې ټولنه کې دننه' ده هغه ټولنیزه تړه چې راکاږی بریدونه او جوړوي لارې د پاره د کشمکش چې کېږي د پاره د خپلولو د لوې زور' او د پاره د کارولو د لوې واک یا اختیار-
هره ځانګړې ټولنه چې ولري دا قانون' یا تړون یا تړه' بدله شي په یو دولت یا سلطنت یا باچايي- دغه ټولنه پیدا کړي یو بدن منظم' یو چوکاټ منظم' یو ځان منظم' یو ذهن منظم- دغه ټولنه خاونده شي د یوه کوټلي او څرګند شخصییت.'
بل فیسبوک کارن محب وزیر لیکلي پکتا وېنا په حقه د لوستلو کتاب دی ــــــــ بايد چې هر پښتون يې ولولي او د خپلو موخو او هدفونو نه باخبره شي.