BBC
 شاته

د پسرلي د جشن رېښې چېرې دي او لمن یې تر کوم ځایه غځېدلې؟

د نوروز مراسمو کې تاجکې نجونې

د اروپا-اسیا پسرلنی جشن نوروز د بېلابېلو دینونو او دودونو د لارویانو له خوا له چین نیولې بیا تر بالکانه د دوشنبې پر ورځ د مارچ په شلمه لمانځل کېږي.

په ۱۳۸۸ کال د نوروز نړیوال جشن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او له دغې رسمي کېدنې وروسته د لومړي ځل لپاره پر کال ۱۳۸۹ د ایران پلازمېنه تهران کې د ایراني، افغان، تاجک، ترکمن، عراقي، اذري او ترکي چارواکو په ملتیا ولمانځل شو.

وروستی ځل چې افغانستان کې نوروز د بهرنیو مېلمنو په شتون ولمانځل شو ۲۰۱۴ زېږدیز کال و چې د هغه مهال د ولسمشر حامد کرزي په کوربه توب د ایران، تاجکستان او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شو. د جشن پر مهال د افغانستان له بېلا بېلو سیمو د دودیزې موسیقۍ غږول کېدې او اتڼونه کېدل.

نقشه

له نژدې ۳۰۰۰ کلونو راپدېخوا خلکو د پسرلي د راتګ هرکلی کړی. باور دا دی چې اصلاً د پسرلي د ورځې د انډول محاسبه په لرغونو زمانو کې د ستورپېژندونکو د مطالعو پر بنسټ شوی دی. تر ۱۰۰۰ کلونو وړاندې د اسلامي نړۍ یو شمېر عالمانو د نوروز ورځ څېړلې ده.

د ازبکستان د خوارزم ابو ریحان البېروني، د ایران عمر خیام او د چین د کاشغر محمود کاشغري د خپلو مطالعو په لړ کې دغه ورځ تایید کړې ده.

شین جیانګ د انځور حقوق Xinhua agency
Image caption د چین په شین جیانګ ولایت کې د یوغور د ښوونځیو زده کوونکي د نوروز لمانځلو ته خوشحالي کوي.

د پسرلي د جشن رېښې د پخواني تمدن تاریخ ته رسېږي. تر تاریخ وړاندې زمانو راهیسې انسانانو د لمر او سپوږمۍ خوځښت په دقت څارلی. دوی هڅه کړې هغو بدلونو ته ځير شي چې مشاهده کول یې.

د بشریت په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو برخو کرهڼه ده او دا چې پسرلي کې د هوا له ماتېدو سره او د ځمکې له پستېدو سره طبیعت نوو بوټو ته شرایط مساعدوي، دې پخپله له زرګونو کلونو راپدېخوا د انسانانو پام ځان ته اړولی دی.

د پسرلي د جشن رېښې چېرې دي؟

فارسي کې نوروز د "نوې ورځ" مانا لري او له لرغونو زمانو راپدېخوا په افغانستان او ایران کې د نوي کال پیل بلل کېږي. د وخت له تېرېدو سره نوروز د ایرانیانو له دودونو او عقیدو سره واوبل شو.

د زردشت په دین کې د پسرلي رسېدل پر باطل د حق د بریالي کېدو نښه بلله کېږي.

نوروز د زردشت په دین کې تر ټولو مهم جشن دی. د ایران په یزد ولایت کې د زردشتي کلي پاتې استوګن هڅه کوي خپل زاړه دودونه وساتي.

د بي بي سي د فارسي څانګې علی عطار دغې ټولنې کې د نوروز د لمانځلو پر څرنګوالي رپوټ لري. (دا ویډیو ۲۰۰۷ کال کې د علي عطار د مستند فلم پر بنسټ جوړه شوې).

زردشتیانو ته نوروز څومره اهمیت لري؟

افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د نوروز پر لمانځلو بندیز و او د اور د عبادت کوونکو رخصتي بلل کېده. اوس هم د یو شمېر سخت دریځو ملایانو له خوا پرې نیوکې کېږي. خو له پخوانیو او اوسنیو مخالفتونو سره سره، نوروز چې د بزګر په ورځ هم پېژندل کېږي د افغانانو ترمنځ مشهور جشن دی او لمانځل کېږي.

د عکسونو البوم: نوروز د افغانانو د ژوند کتاب کې

نوروز د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کابل کې د کارته سخي زیارت د نوروز د مراسمو د ترسره کولو تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک ځای وي.

د هغو ایرانیانو لپاره چې غواړي له خپل هېواده د باندې مېلې وکړي، ارمنستان او اذربایجان له پخوا د دوی د خوښې ځای و. خو سږ کال به زرګونه کسان د ګرجستان (جورجیا) جمهوریت ته ولاړ شي ځکه چې تېر کال یې د ایران وګړو ته له ویزې پرته د ورتګ اجازه ورکړه.

د بي بي سي ریحان دېمیتري چې د ګرجستان پلازمېنې تبلیسي ته تللې و وايي دغه هېواد ته یو شمېر هغه ایراني سندرغاړي د کنسرت لپاره وربلل کېږي چې د ایرانیانو ترمنځ ډېر مینه وال لري.

جورجیا
Image caption جورجیا ته تللي ایرانیان ډېری هغه ډول لوبې او مېلې کوي چې ښايي په خپل هېواد کې یې ونه کړای شي. دې عکس کې یو شمېر ایرانیان د اور له سره د ټوپ وهلو لرغونې لوبه ترسره کوي.

د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته، د منځنۍ اسیا د نویو پر پښو درېدونکو هېوادونو مشرانو له خپلو اسلامي میراثونو سره بېرته ښکېل کېدو کې له ډېر پامه کار واخیست. د هغه پرځای دوی نوروز د خپل لرغوني غیر دیني دود په څېر خپل کړ او لمانځل یې له شوروي څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو نښه وبلله.

نوروز ازبکستان کې پیاوړی کلتوري شتون لري. پخوا د دغه هېواد پر خپلواکو جشنونو بندیز و او د خرافاتو ټاپه یې پرې وهلې وه. ۱۹۹۰ مو کلونو کې د نوروز لمانځل بیا پیل شول او له هغه راهیسې عمومي انګېرنه دا ده چې دغې لمانځنه کې ښځې ډېره ونډه لري.

نوروز د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې تر ډېرو بدلونو تېر شوی. که څه هم د ورېښم د لارې پر څنډو پرتو خلکو دا زوړ دود هر وخت لمانځلی خو د شوروي له پاشل کېدو وروسته نوروز خپلواکو شویو هېوادونو ته د هویت یوه برخه وګرځېده.

نوروز د زرګونو کلونو تاریخ په درلودو چې د لرغونو ادیانو جشن و، په ځینو ځایونو کې په سیاسي ورځې واوښت او یو شمېر هېوادونو بیا د کلتوري ارزښت او د ځان د پېژاند په توګه خپل کړ.

منځني ختیځ کې کوردي ټولنې د نوي کال لمانځنه د ځان د سرښندنې نښه بولي.

عراقي کوردان د انځور حقوق Getty Images
Image caption عراق کې ۵۰۰ کیلو متره د بغداد شمال لور ته عراقي کوردان اور په لاس د اقره کورد مېشتي ښارګوټي کې د غره پر لور روان دي.

عراق یوازینی عرب هېواد دی چې د ملګرو ملتونو کلتوري ټولنه، يونيسکو (UNESCO) ته په هغه ګڼ هېوادیز غوښتنلیک کې یې ګډون درلود چې غوښتل یې نوروز ۲۰۱۶ کال کې ترطبیعت لوړ د انسانانو کلتوري میراث کې شامل کړای شي.

له پخوا زمانې نوروز په عراق کې لمانځل کېده. د دغه هېواد په معاصر تاریخ کې بېلابېلې توکمیزې ډلې لکه کوردان، عربان، ترکمنان، یزیدیان، عیسویان، مسلمانان (شیعه او سني) پکې برخه اخلي.

کوردان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عراق کوردان د اقره په ښارګوټي کې په دودیزې نځا، دبک، د نوروز لمانځنه کوي.

د عراق کردستان کې د نوروز جشنونه ډېر لوی وي. خلک په کلیو او ښارګوټو کې سره راټولېږي، خوشحالي کوي او نورو سره د مقابلې نندارې وړاندې کوي.

دغه رخصتۍ د کوردي کورنیو لپاره ډېره سمبولیکه مانا لري.

کوردي ماشومان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اقره ښارګوټي کې کوردي ماشومان هم د جشن په رنګونو ځان رنګینوي.

په دودیز ډول نوروز هر ځای کې ځانګړې ورځ ده چې له کورنۍ او دوستانو سره لمانځل کېږي او له نړۍ تللو انسانانو ته پکې درناوی کېږي.

له پېړیو راهیسې خلک د پسرلي رسېدل د هيلو نښه بولي او د راتلونکي کال د بختور کېدو تمه کوي.

جوړوونکې: د بي بي سي د نژدې ختیځ، دل آرام ابراهیمووا