د پاریس د اورلي هوايي ډګر بریدګر شراب څښلي و
هغه طبي څېړنې، چې د پاریس د اورلي هوايي ډګر د بریدګر په مړي تر سره شوې، د نوموړي په وینه کې د الکولو او نشه یي توکو له شتونه پرده پورته کوي.
د پاریس څارنوالۍ د یکشنبې په ورځ وویل، هغه طبي څېړنې چې د بلقاسم پر جسد وشوې، ښيي چې د هغه په وینه کې د کوکاینو او شرابو نښې شته.
د اورلي هوايي ډګر له پېښې یوه ورځ وروسته بېرته پرانیستل شو
د راپورونو له مخې د بلقاسم په یوه لېټر وینه کې ۰،۹۳ ګرامه شراب شته چې دا اندازه په فرانسه کې د موټر چلولو له هغې دوه برابره زیاته ده.
* فرانسه: پر اورلي هوايي ډګر بریدګر مو پېژانده
* فرانسه د بریدونو له وېرې له اېفل څلي ښیښه يي دېوال تاووي
بلقاسم تر دې وړاندې هم د یو څه وخت لپاره زنداني شوی و، د هغه په اړه دا خبره هم کېږي چې د زندان پر مهال یې له سختدریځو اسلامي عقایدو سره لېوالتیا پیدا کړې وه.
هغه تر دې وړاندې هم د وسله والې غلا، موټر تښتونې او نشه یي توکو د قاچاق دوسیې لرلې، پولیس وايي چې تر څارنې لاندې یې و.
ښاغلي بلقاسم د جمعې په ورځ هغه مهال چې د یوه پولیس پر سر تمانچه ور ایښې وه، نو دا یې ویلي وو چې غواړي د خدای په لار کې مړ شي.
ښاغلي بلقاسم د شنبې په ورځ د وسلې په زور موټر وتښتاوه او بیا یې په هغو پولیسو د برید هڅه وکړه چې د اورلي هوايي ډګر شاوخوا په ګزمه بوخت وو.