BBC
 شاته

بدخشي طالبان تر واک لاندې ښوونځیو ته له دولت لګښت غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بدخشان کې چارواکو هم منلې چې طالبانو دا غوښتنه ترې کړې ده.

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې له تېرو درېوو کلونو د طالبانو او افغان دولت ترمنځ شخړو د ښوونې او روزنې پر بهیر هم سیوری غوړولی.

وسله والو طالبانو له دولت غوښتي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو (یمګان او وردوج ولسواليو) ښوونځي دې پرانیستل شي او ښوونکو ته دې معاشونه هم ورکړل شي، خو دولتي چارواکي وایي، دا کار د دې لپاره نه کوي چې ښوونځي یې د څارنې له دایرې بهرېږي.

په دغو ولسوالیو کې ۱۷ زره زدکوونکي او د هغوی ښوونکي تراوسه په دې نه دي خبر چې د ښوونځیو دروازې به یې پرانیستل شي او که نه.

د جهان لیسې یوه زدکوونکي ابراهیم بي بي سي ته ویلي "د نورو سیمو ښوونځي پیلیږي، خو موږ نه پوهېږو چې ښوونځی به مو پرانیستل شي که نه؟ دا دویم کال دی چې زموږ ښوونځی تړلی او زدکوونکي نه ورځي. "

* د لوګر په ۲ ولسواليو کې ۱۲ ښوونځي تړل شوي

* د ملالې یوسفزۍ سیمه کې ۲۰ کلي بې ښوونځي دي

* وسله والو په ننګرهار کې له پنځوسو ډېر ښوونځي تړلي

په بدخشان کې د طالبانو مسوول په دې اړه خپل دریځ له بي بي سي سره په اړیکه کې څرګند کړی او د هغه ولایت د پوهنې مسوولان هم پرې خبر دي.

طالبان د دوی تر واک لاندې ولسوالیو کې د ښوونځیو پرانیستل غواړي، خو وایي دولت باید د ښوونکو معاشونه هم ورکړي.

د طالبانو دغه پيغام د بدخشان د پوهنې ریاست سرپرست عبدالحي انتظامي ته هم رسېدلی: "څو ورځې وړاندې مې موبایل ته د طالبانو له خوا زنګ راغی، ګواښ یې راته وکړ که د وردوج ښوونځي خلاص نه شي، نور ښوونځي به هم وتړي او د پوهنې پر بهیر به فشارونه زیات شي، همداسې خبرې وې."

د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ د ۱۳۹۴ لمریز کال په مني کې د طالبانو لاس ته ولوېدې چې ورسره د ولسوالیو ټول ښوونځي هم وتړل شول.

که څه هم هغه مهال طالبانو وویل چې دوی د ښونځیو پرانیستو ته اجازه ورکوي، خو د بدخشان د پوهنې مسوولان وایي، دوی د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ښوونځي له دې ویرې نه پرانیزي چې پر نصاب او چارو یې څارنه نه شي کولای.

د انځور حقوق .
Image caption د ۱۹۹۴ لمریز کال له مني راهیسې د بدخشان یمګان او وردوج ولسوالۍ د طالبانو لاس کې دي.

د بدخشان د پوهنې سرپرست عبدالحی انتظامي وایي، اوس داسې هیلې شته چې په نوي ښوونیز کال کې به د یمګان ښوونځي پرانیستل شي، خو د وردوج د ښوونځیو په اړه لا ډاډه نه دي:" له نیکه مرغه د یمګان ولسوالۍ مشرانو منځګړتوب وکړ او له طالبانو او دولت سره یې ناستې وکړې، دوی ځینې شرایط وضع کړل، دوی زمونږ څارونکو ته هم لاره پرانیسته چې په یمګان کې له ښونځیو څارنه وکړي، نو مونږ کولای شو په ۱۳۹۶ کال کې په یمګان کې ښونځي پرانیزو."

ښاغلی انتظامي وایي، د امنیتي مسوولانو په غونډه کې دوی ته اجازه نه ده ورکول شوې چې په وردوج کې ښوونځي فعال کړي.

پر وردوج او یمګان سربیره د بدخشان په جرم، یفتل بالا، کوهستان او تګاب ولسوالیو کې هم یو شمېر ښوونځي د امنیتي ستونزو له امله په میاشتو میاشتو بند شوي دي.

خو د بدخشان امنیتي چارواکي هیله من دي چې سږ به په دغو ولسوالیو کې امنیتي وضعه ښه او د ښوونې او روزنې بهیر به ټکنی نه شي.