د دفاعي ځواکونو د لوړ رتبه چارواکو د ټاکنې عالي بورډ معرفي شو
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ رتبه چارواکو د ټاکنې د "عالي بورد" مشر او غړي معرفي کړل.
د دې بورډ مشري د ملي امنیت پخواني رئیس امر الله صالح ته سپارل شوې ده.
د ارګ خبرپاڼه وايي، په دې اړه په غونډه کې ولسمشر غني وویل چې د امنیتي سکټور د اصلاح لپاره ستر ګام پورته شوی دی.
ولسمشر ویلي چې دا پرمختګ به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اداري چوکاټ په اصلاح کې مهم رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوی:
"د دفاعي او امنیتي ارګانونو د لوړ پوړو افسرانو د تعیین او څارنې عالي بورډ د ایجاد موخه د یو داسې کدري سیاست چوکاټ او بنسټ اېښودل دي چې له مخې یې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د لوړ پوړو افسرانو د ټاکلو یو خاص نظام ایجادېږي چې امنیتي سکټور له سلیقهيي ګمارنو، سیاسي او حزبي مداخلو لري ساتي او د ښایسته سالارۍ اصل ته په پام به په پوځي پوهې، تجربې، مهارت، تخنیکي پوهې او د ملي مشارکت په اصل ولاړ وي."
د افغانستان کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته سپارښتنه شوې چې د دې "عالي بورد" له غړیو سره همکاري وکړي.