BBC
 شاته

د عکسونو البوم: له ښيښو رغول شوی پل چې غرونو پورې ځوړند دی

Image copyright
Image caption دا د ودانیزو چارو یو ډارونکی ډول دی. چین کې له ښیښې نه د پلونو جوړولو دود په ډېرېدو دی.
Image copyright AP
Image caption د ښېښې قوت معلومولو لپاره له یو لوی څټکه کار واخیست.
Image copyright AP
Image caption چارواکو د خوندیتوب اندېښنو ته په پام سره لومړی د پل ښیښه په څټک ووهله او بیا یې پرې موټر تېر کړ.
Image copyright AP
Image caption شینجیاجي پارک کې وار له مخه یو ښیښه يي پل شته، چې له ځمکې ۴۳۰ متره پورته رغول شوی دی او ګڼ شمېر سیلانیان ورځي.
Image copyright IMAGINECHINAREXSHUTTERSTOCK
Image caption زړور سیلانیان د دغه پله له سره د هنان سیمې کروندې ګوري. موږ ته هم معلومه نه ده، چې دغه انځور څنګه اخیستل شوی دی.
Image copyright Getty
Image caption یو شمېر سیلانیان بیا یوازې د غره ډډې ته په احتیاط سره د تلو حوصله کولای شي.
Image copyright Getty
Image caption دغه ۱۰۰ متره لار چې تیانمن غره سره ځوړنده رغول شوې ۹۹ کږلېچونه لري. هغه چې په لوړو ډاریږي دغه ځای ورته د عکس اخیستو لپاره په زړه پورې دی.
Image copyright GETTY IMAGES
Image caption دغه کږه وږه لار د هنان ایالت په شینجیاجي ملي پارک کې دا وروستیو کې د سیلانیانو پر مخ پرانیستله شوې ده.
Image copyright IMAGINECHINAREXSHUTTERSTOCK
Image copyright BBC World Service