د اماراتو شرکت الوتکه دوبۍ کې د ناستې پرمهال نسکوره شوې
د اماراتو هوایي شرکت یوه الوتکه چې ۲۷۵ مسافر او خدمه پکې سپاره وو، د دوبۍ په هوایي ډګر کې د ناستې پرمهال نسکوره شوې ده.
په ټولنیزو شبکو کې چې کوم انځورونه خپاره شوي ښيي چې له الوتکې تور لوګي پورته کېږي.
د دوبۍ حکومتي رسنیو ویلي، الوتکه کې ټول سپاره کسان روغ رمټ له الوتکې ویستل شوي او تراوسه د مسافرینو د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
د امارات بویینګ ۷۷۷ الوتکه د هند له ترېواندروم نه دوبۍ ته الوتنه درلوده.
د "فلایټ ټریډر – ۲۴" سایټ ویلي، تر دې پېښې وروسته، د دوبۍ هوایي ډګر ته ټولې بهرنۍ او کورنۍ الوتنې ځنډول شوي دي.
امارات په منځني ختیځ کې ترټولو لوی هوایي شرکت دی. د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر د هوایي ټرانسپورت له لویو مرکزونو دی چې هرکال تر ۶۶ میلیونو ډېر مسافر یې له لارې تګ راتګ کوي.