BBC
 شاته

د لیبیا بنغازي کې موټربم چاودنې ۱۸ کسان وژلي

د لیبیا ختیځ بنغازي ښار کې موټربم چاودنه کې پوځيان په نښه شوي، چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي دي.

چاودنه د بنغازي لوېدیځ القوارشه کلي کې شوې ده. بي بي سي ته ویل شوي، پېښه کې ۱۲ نور کسان هم ټپیان شوي.

دا سیمه د اسلامپالو وسله والو او د حکومت پلوو ځواکونو د نښتو شاهده ده.

خبري رسنۍ وايي، د چاودنې پړه د ''بنغازي پاڅونوالو شورا'' منلې ده.

بنغازي کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چاودنه کې د ۱۴۶ کنډک په نښه شوی، دا کنډک په ښار کې د اسلامپالو وسله والو ضد جګړه کې برخه لري.

دا چاودنه یوه ورځ وروسته تر هغه شوې، چې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې ضد د امریکا جنګي الوتکو په سرت ښار کې د یادې ډلې پر مرکز بمباري وکړه.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې کله چې د لیبیا پخوانی ولسمشر معمر القذافي له واکه وغورځول شو، لیبیا کې کورنۍ جګړه او ناامنۍ ډېرې شوې.

په تېر مارچ کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ملي یووالي حکومت جوړ شو، خو ښکاري چې په دې حکومت کې ګڼې وسله والې ډلې نه شته.

د لیبیا په ختیځ کې حکومت د طرابلس پر حکومت تر اوسه اعتراف نه دی کړی.