شاته

بغلان چارواکي: نوروز مېلې لپاره د لویو لارو امنیت ټینګ شوی

د بغلان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د نوروز د مېلې لپاره یې د لویو لارو امنیت ټینګ کړی دی.

د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع نن خبریالانو ته وویل، هغه خلک چې غواړي د نوروز د مېلې لپاره بلخ ته ولاړ شي، پر لویو لارو د غلو او غدویو له وېرې پرته تګ راتګ کولای شي.

بغلان کې یوازې وسله وال طالبان د امنیت لپاره ګواښ نه دي بلکه پر لاره د وسله والو غلو د فعالیت له امله هم خلک زیات شکایت لري.