BBC
 شاته

هند کې سېلابونو تر ۱۵۰ ډېر کسان وژلي

Image copyright AP
Image caption د لوېدیځ بنګال، بهار او هیماچل پردېش ایالتونو کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړې دي

هندي چارواکي وايي، په تېرو درو اونیو کې د هېواد لروبر کې سېلابونو لږترلږه ۱۵۲ کسان وژلي او میلیونونه نور وګړي یې بې ځایه کړي دي.

چارواکو ویلي، یوازې په شمال ختیځ اسان ایالت کې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي او ۱٫۱ میلیون نور بې ځایه شوي دي.

د سېلابونو له کبله د کازیرانګا ایالت د ملي پارک څاروي هم سخت اغېزمن شوي. په دې ملي پارک کې بې ښکرو حیوانات ساتل کېږي.

د ځنګلي چارو چارواکو ویلي د پارک ۸۰ برخه تر اوبو لاندې ده او د ۱۷ کرکدن (لوی ښکرور حیوان) په ګډون ۱۰۰ حیوانات مړه شوي دي.

Image copyright epa
Image caption د هند ځینو ایالتونو کې سیلابونو کرنیزې ځمکې هم لاندې کړې دي
Image copyright Subhamoy Bhattacharjee
Image caption یو ښکریز هغه څاروي دي، چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی او د اسام په طبیعي پارک کې یو شمېر دغه څاروي هم سیلاب وړي
Image copyright Getty

په شمالي بیهار او همیچال پرادیش ایالتونو او همدارنګه د لوېدیځ بنګال په ختیځ ایالت کې سېلابونو پراخې کرنیزې ځمکې او زېربناوې هم ویجاړې کړې دي.

د پي ټي ای خبري اژانس ویلي، سلګونه خلک د لویو لارو په اوږدو پراته دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، امکان لري نور ډېر بارانونه وشي.

Image copyright AP
Image caption میلیونونه کسان د سیلابونو له کبله خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي
Image copyright Getty
Image caption بهار، هیماچل پردېش او لوېدیځ بنګال ایالتونه سیلابونو سخت ځپلي دي