شاته

دا ځل مو "ګوړې اچار" د دوو پیغلو د زړه له خواله خبروي!

پیغلې وايي چې خدای مو دې ژر کوژده کړي چې د میندو خوارانو زړونه مو ور ټول شي!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی هغه مرکه در اوروو چې د امنیتي او نظامي قطعې له نامسؤل! سره مو کړې ده.

هغه وايي چې په دې پلان کار کوو چې که مخالفینو پوستې راڅخه ونیولې چې بېرته ېې څنګه ترې ونیسو!

ورپسې مو د دوو پیغلو د زړه له خواله څخه خبروو.

بیا مو د ازموینو په وخت د یوه استاد کورته بیایو چې د شاګردانو له مهربانیو څخه ېې خبر شئ او په پای کې مو د یوه صاحبنظر له پلانه خبروو، صاحبنظران هم
پلانونه او کارونه لري.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا